د امریکا متحده ایالتونو او روسیې ترمنځه  اړیکې  د هرې ورځې په تیریدو سره  لا پسې خرابیږي.

د امریکا لخوا د روسیې سره  د سوریې په اړه  د همکارۍ او مذاکراتو  د ځنډولو نه وروسته  روسیې  پرله پسې  حملې وکړې.

583650

روسیې دوه ورځې د مخه د امریکا سره  د اټومي وسلو د کمولو  تړون  لغوه کړ  او پرون يي  بیا  نوموړي هیواد سره  د علمي څیړونو او اټومي او انرژۍ سکتور د ودې  په خاطر د همکارۍ  تړون  لغوه کړ.

د روسیې  لومړي وزیر دیمتري مدویدوف  د امریکا سره  د علمي څیړونو  او د اټومي او انرژۍ د سکتورونو د ودې په خاطر  د ګډې همکارۍ  تړون  د لغوه کولو  پریکړه لیک  لاسلیک کړ.

د ویلو ده چې  امریکا  د ۲۰۱۳ کال  د سپټمبر په ۱۶ مه نیټه د روسیې سره د علمي څیړونو او اټومي او انرژۍ د سکتورونو د ودې په خاطر د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک کړی وو.

د روسیې حکومت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې  « په روسیې د بندیزونو په چوکاټ کې د امریکا رول او هلو ځلو  د همکارۍ په تړون  منفي اغیزې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  داسې اسناد او شواهد ترلاسه شوي دي چې  په مسکو کې د امریکا په سفارت کې  د نوموړي هیواد  د انرژۍ د وزارت دفتر  د ۲۰۱۴ کال د اپریل په میاشت کې  د اوکراین د پیښو له امله  د روسیې سره  د اټومي انرژۍ د سکتور په برخه کې  د ګډې همکارۍ د درولو پریکړه کړې ده . دې مسلې په همکارۍ منفي اغیزې کړي دي.

پيوندونه: #روسیه , #امریکا

اړوند خبرونه