د ملګروملتونو نوی  سرمنشي  معلوم  شو.

د پرتګال پخوانی لومړی وزیر او د ملګروملتونو د کډوالو عالي کشمنر د ملګروملتونو د نوي مشر په توګه نوماند شو

583644
د ملګروملتونو نوی  سرمنشي  معلوم  شو.

د ملګروملتونو نوی  سرمنشي  معلوم  شو.

د پرتګال  پخوانی  لومړی وزیر او د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنر انتونیو ګوتریس  د ملګروملتونو د نوي سرمنشي په توګه  ټاکل کیدل  ومنل شو.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د ملګروملتونو د سازمان د نوي مشر په توګه د پرتګال د  پخواني  لومړي وزیر ګوتریس  په نوم  تفاهم  وکړ.

د ویلو ده چې  د ملګروملتونو د سرمنشي  د ټاکلونو په خاطر رسمي رای اچونه نن  ترسره کیږي.

د ویلو ده چې  تیره ورځ  د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې  د یاد شوي سازمان لپاره د نوي مشر د ټاکلو په اړه د مطبوعاتو نه د بندو دروازو ترشاه  غونډه وشوه. پدې غونډه کې  هم  رای اچونه وشوه.

د ملګروملتونو د امنیت شورا ریس  د  رای اچونې نه وروسته  خبریالانو ته وویل چې

« د ملګروملتونو د سازمان د نوي مشر په توګه د یاد شوي سازمان د کډوالو عالي کمشنر او د پرتګال د پخواني لومړي وزیر انتونیو ګوتریس  په نامه  ټول سره تفاهم  ورسیدل. »

هغه وویل چې  رسمي راچونه به سبا ترسره شي. د ملګروملتونو د امنیت شورا ټولو دایمي غړي د انتونیو ګوتریس په نامه  سره  سلا شول.

د ویلو ده چې  انتونیو ګوتریس  به  د ۲۰۱۷ کال د جنوري په لومړۍ نیټه  د ملګروملتونو د سازمان د نوي په مشر په توګه د بانکي مون  ځای  ډک کړي او په دندې به پیل وکړي .

د ویلو ده چې  د ملګروملتونو موجود سرمنشي  بانکي مون  د تیرو لسو کلونو راهیسې  د یاد شوي سازمان مشري کوي.  د هغه د دندې موده  د دسمبر په ۳۱ مه نیټه پای ته رسیږي.



اړوند خبرونه