روسیې د امریکا متحده ایالتونو سره د اټومي وسلو د کچې د راټیټولو اړوند تړون وځنډو.
روسیې د امریکا لخوا د نوموړي هیواد سره د مذاکراتو د درولو د پریکړې په مقابل کې مهم ګام پورته کړ.
روسیې د امریکا متحده ایالتونو سره د اټومي وسلو د کچې د راټیټولو اړوند تړون وځنډو.
روسیې د امریکا متحده ایالتونو سره د پلوتونیم د لمنځه وړ اړوند تړون وځنډو.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې او امریکا ترمنځه لاسلیک شوي د اټومي وسلو د کچې د راټیټولو په خاطر د پلوتونیم د لمنځه وړو اړوند تړون د ځنډولو پریکړه لیک لاسلیک کړ.
پوتین ددې پریکړې لامل د امریکا لخوا د روسیې سره د دښمنۍ نه ډک چلند او مخامخ ګواښونه او حالاتو بدلون په ګوټه کړی دی .
همداشان د روسیې ولسمشر ویلي دي چې امریکا د پلوتونیم د لمنځه وړو په خاطر ورسره په کړو ژمنو عمل ندی کړی. امریکا پدې برخه کې مسولیتونه ندي پر ځای کړي.
د ویلو ده چې روسیې او امریکا د ۲۰۰۰ کال د اګست په ۲۹ مه نیټه د اټومي وسلو د کچې د راټیټولو په خاطر د پلوتونیم د ذخیرو د کمولو په خاطر د پلوتونیم د لمنځه وړو تړون لاسلیک کړی وو.