په روسیه کې په هغه کسانو چې پرته د کوم معذرته کار نکوي مالیه لګول کیږي

روسیه غواړي چې په هیواد کې د بې کارۍ او تنبلې مخه ونیسي

579384
په روسیه کې په هغه کسانو چې پرته د کوم معذرته کار نکوي مالیه لګول کیږي

د روسیې  حکومت  په پام کې لري چې په هیواد کې په هغه کسانو چې نه غواړي کار وکړي مالیه ولګوي.

پدې اړه په ترسره شوې  نظرپوښتنه کې  ۴۵سلنه  خلکو  ددې وړاندیز  او فکر نه  ملاتړ کړی دی .

په نظر سنجۍ کې د حکومت ددې فکر او وړاندیز نه  تر ټولو زیات  متقاعدینو  او د کمونیست ګوند  پلویانو ملاتړ کړی دی .

د بله پلوه  ددې فکر  تر ټولو زیات مخالفین  ځوانان  دي. په ترسره شوې نظرسنجۍ کې  د ۱۸ او ۳۴ کلونو ترمنځه  ۵۴ سلنه ځوانانو  مخالفت څرګند کړی دی .

د روسیې د لومړي وزیر مرستیالې  اولګا  ګولودیست  ویلي دي چې حکومت  د قانون په هغه طرحه کار کوي چې له مخې غواړي  په هیواد کې په هغه کسانو چې روغتیايي پلوه ستونزه نلري  او نه غواړي چې کار وکړي او یا د هغه بې کاره کسانو چې د کار کولو په خاطر يي د کار موندنې په ادارو کې ځانونه ندي ثبت کړي  مالیه  ولګوي.

حکومت  غواړي چې ددې قانون سره په هیواد کې د بې کارۍ او تنبلۍ  مخه ونیسي. د روسیې  خلکو  په هغه کسانو چې  روغتیايي ستونزه ونلري او یا کوم جدي معذرت ونلري  د نه کار کولو  په صورت کې د مالیې لګولو غوښتنه کړې ده .


پيوندونه: #روسیه , #بې کاري , #مالیه

اړوند خبرونه