داعش ترهګرې ډلې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په هډې د کیمیايي موادو برید کړی

امریکا : داعش د عراقي او امریکايي ځواکونو په ګډې عسکري هډې د کیمیايی موادو او زهرجنو ګازو برید کړی دی

574703
داعش ترهګرې ډلې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په هډې د کیمیايي موادو برید کړی

داعش ترهګرې ډلې  په عراق کې  د عراقي او امریکايي ځواکونو په ګډې  عسکري هډې  د کیمیايي وسلو برید کړی دی.

امریکا متحده ایالتونو د داعش ترهګرې ډلې لخوا  د عراق د موصل ښار  تر څنګ  د القیاره  په عسکري هډې  د کیمیايي موادو او زهرجنو ګازو  د برید کولو  ادعا  کړې ده.

د ویلو ده چې دا عسکري هډه  د امریکايي او عراقي ځواکونو لخوا په ګډه کارول کیږي.

د امریکا یو تن چارواکي  د نوموړي هیواد خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په عراق کې ددوی په ګډه عسکري هډې  د کیمیايي موادو او زهرجنو ګازو برید شوی دی . چارواکي ویلي دي  لومړني شواهد دا ښکاره کوي چې برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی دی.

چارواکي ویلي دي چې  داعش د القیاره په عسکري هډې  په کیمیايي موادو او زهرجنو ګازو سمبال  توپ مرمیو او راکټونو بریدونه کړي دي. چارواکي ویلي دي چې  د کارپوهانو لخوا په ترسره شوو څیړونو کې دا معلومه شوې ده چې  په وسلو کې کارول شوي  کیمیايي مواد  ډیر ضعیفه  او بې اغیزو  دي.

کارپوهانو ویلي دي چې  دا کیمیايي مواد  په ابتدايي ډول  سره  جوړ شوي وو چې د همدې امله يي اغیزې  کمې وې.

چارواکي ویلي دي چې  د نوموړو بریدونو په پایله کې چاته  ځاني زیان  ندی اوښتی.

امریکايي چارواکي ویلي دي چې  دوی  تر اوسه پورې د داعش د کیمیايي وسلو د جوړولو په سلګونو لابراتوراونه  بمبار او له منځه وړي دي.

د یادولو  وړ ده چې  داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ کال  د جون په میاشت کې  د عراق تر ټولو  لوی دویم  ښار موصل  ونیول  . د عراق اردو د امریکا او نړۍوالې ټولنې په مرسته  د یاد شوي ښار د بیرته نیولو په خاطر پراخه  عملیات پیل کړي دي.

داعش ترهګره ډله  د یاد شوي ښار نه د دفاع په خاطر د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوي.

 


پيوندونه: #امریکا , #داعش , #عراق

اړوند خبرونه