نړۍ ته د اوباما وروستۍ وينا
د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما د وروستي ځل لپاره د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع كې د نړۍ مشرانو ته وينا واوروله.
د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما د وروستي ځل لپاره د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع كې د نړۍ مشرانو ته وينا واوروله.
اوباما د خپلې وينا په ترڅ كې په نړيوالو غږ وكړ چې په هېوادونو كې د استبدادي رژيمونو د پلي كولو نه ډډه وكړي او د پرانيستې ټولنې پر وړاندې ګامونه پورته كړي. نوموړي همداراز پر ديموكراتيكو ارزښتونو ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې `د ديموكراسۍ پلي كېدل كېداى شي نسلونه دوام وكړي خو په آزمويلو ارزي.`
باراك اوباما په يو بې ساري اقدام يو ځل بيا پر اسراييلو باندې نيوكه وكړه او څرګنده يې كړه چې اسراييل بايد پدې پوه شي چې نشي كولاى د فلسطين اشغال شوې خاوره تر ابده تر خپل كنترول لاندې ونيسي. فلسطينيان هم بايد د اسراييلو شتوالى په رسميت وپېژني او دواړه خواوې د يو بل په ګټه كار وكړي.
اوباما همداراز په سوريه كې پر نظامي حل لارې ټينګار رد كړ او زياته يې كړه چې داسې هېوادونه شته دى چې پر مخالفينو د فشار له لارې غواړي چې خپل اقتدار پياوړى كړي.
اوباما چې دا ځل د نړۍ د يو سياسي مشر په توګه نه بلكې د يو عالم په توګه وينا اوروله ټولو خواو ته د اعتدال په اړه نصيحت وكړ.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.