د یونان  د وسله والو ځواکونو اړوند  جنګي  چورلکې  سقوط وکړ.

د یونان جنګي چورلکې د تطبیقاتو پر مهال سقوط وکړ

573584
د یونان  د وسله والو ځواکونو اړوند  جنګي  چورلکې  سقوط وکړ.

د یونان  د وسله والو ځواکونو اړوند  جنګي  چورلکې  سقوط وکړ. د یونان د خبري رسنیو د خبر له مخې  د نوموړي هیواد د وسله والو ځواکونو اړوند  اپاچي ډوله  جنګي  چورلکه  د سیلانیک په ټاپو وزمه کې  د تطبیقاتو پر مهال سمندر ته وغورځیده.

په خبر کې راغلي دي چې پیښه نن  سې شنبه  د سپټمبر شلمه  د سهار په ۹ بجو  رامنځته شوه.

ویل کیږي د چورلکې د غورځيدو نه سمدلاسه وروسته  ژغورنې ډلې  سیمې ته ورسیدې او پيلوټان يي  د چورلکې نه ژوندي وژغورل.

په خبر کې ویل شوي دي چې  د ژغورنې د ډلو لخوا د پیلوټانو د ژغورولو  نه لس دقیقې  وروسته چورلکه په سمندر کې ډوبه شوه.

د پیلوټانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ندی. پیلوټان  د سیلانیک  په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي.



اړوند خبرونه