د امریکا متحده ایالتونو پولیسو د نیویارک د ښار شکمن افغان برید کوونکی ونیو.
افغان شکمن په نیوجرسي کې ونیول شو
د امریکا متحده ایالتونو پولیسو د نیویارک د ښار شکمن افغان برید کوونکی ونیو.
د امریکا پولیسو پرون د نیویارک په ښار کې د بمي چاودنې شکمن برید کوونکی افغان الاصله امریکايي احمد خان رحیمي د نیوجرسي په ښار کې د پولیسو لخوا ټپي ونیول شو.
د امریکا متحده ایالتونو د نیوجرسي د ښار پولیسو په نیویارک کې د بمي برید شکمن افغان برید کوونکي احمد خان رحیمي د نیولو نه خبر ورکړ. د ویلو ده چې تیره ورځ د نیویارک تر ټولو په مشهوره د منهاټن په سیمه کې چاودنه وشوه چې له امله ۲۹ تنه ټپیان شول. د ټپیانو نه د یو تن روغتیايي حالت باریکه دی.
پولیسو ویلي دي چې برید په دیګ بخار کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو د چولو له امله رامنځته شوې ده .
۲۸ کلن افغان الاصله احمد خان رحیمي انځورونه نن د ماسپخین په ساعتونو کې د اف بي ای لخوا خپاره شول.
د ویلو ده چې د روان کال په دننه کې دا دویم افغان الاصله امریکایان دي چې په امریکا کې قتل عامونه کوي.