امریکا د داعش ترهګرې ډلې د ویاند الادناني د وژلو پخلی وکړ
امریکا وايي چې د داعش ویاند د اګست په ۳۰ مه ددوی په هوايي برید کې ووژل شو
امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون د داعش ترهګرې ډلې د ویاند ابو مخمد الادناني د وژل کیدو خبر تایید کړ.
د پنټاګون لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د داعش ترهګرې ډلې د مهمو څیرو او مشرانو نه الادناني د اګست په ۳۰ مه نیټه ددوی په هوايي برید کې ووژل شو.
امریکا پداسې حال کې د الادناني د وژل کیدو د خبر پخلی کوي چې روسیه هم د الادناني د وژلو ادعا کوي.
ددینه نه مخکې د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی وو چې الادناني د اګست په ۳۱ مه نیټه ددوی په هوایي برید کې وژل شوی دی.
خو امریکا بیا وايي چې د داعش ویاند د اګست په ۳۰ نیټه ددوی لخوا په ترسره شوي هوايي برید کې ووژل شو.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.