د جرمنی الوتکې په مقدونیا کې سقوط وکړ
په مقدونیا کې د جرمني اړوند لادرکه شوې الوتکه وموندل شوه
د جرمني یوې خصوصي الوتکې په مقدونیا کې سقوط وکړ.
د جرمني د هیواد اړوند یوه الوتکه چې د مقدونیا د پلازمینې اسکوپ په شاوخوا کې په هوا کې لا درکه شوې وه وموندل شوه .
د مقدونیا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې الوتکه پرون د ماښام م په ساعتونو کې د پلازمینې اسکوپ د لوی اسکندر هوايي ډګر په شاوخوا کې لا درکه شوې وه چې وموندل شوه.
هغه ویلي دي چې الوتکه د لوی اسکندر د هوایي ډګر په لسم کیلومترۍ کې غورځیدلې وه . په پیښه کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
په خبر کې راغلي دي چې الوتکې د ایټالیا د تریویسو د ښار نه الوتنه کړې وه او د تیلو د اکمال په موخه غوښتل چې د اسکوپ د لوی اسکندر په هوايي ډګر کې ښکته شي.
د الوتکې سره د هوايي ډګر په لس کیلومترۍ کې اړیکې پرې شوې.
د مقدونیا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي ګمان کیږي چې الوتکه د تیلو د خلاصیدو په پایله کې غورځیدلي وي.
په څرګندونو کې ویل شوي دي چې پدې پیښه کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې ۴ تنه يي ایټالیویان او ۲ تنه د کوسووا د هیواد وګړي دي.