د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د اروپا دوه مخي ټولې نړۍ ته په ډاګه شوه.
اروپايي ټولنه د ترهګرو نه په ښکاره توګه ملاتړ کوي
د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د اروپا دوه مخي ټولې نړۍ ته په ډاګه شوه.
د اروپا پارلمان دا ځل د یوې ډلې خاینینو او ترهګرو په کوربه توب سره نړۍ ته خپلې اصلي څیره په ډاګه کړه.
د اروپا پارلمان په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د عسکري څانګې پي وای ډي د مشر په ګډون هیت ته بلنه ورکړې وه .
د پي وای ډي ترهګرې ډلې د مشر په ګډون هیت پرون پداسې حال کې د اروپا په پارلمان کې په خبري غونډه کې ښکاره شو چې د اروپا د پارلمان ریس مارتین شولتس په انقره کې په لیدونو کتنو بوخت وو.
د پي وای ډي ترهګرې ډلې مشرانو د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپا په پارلمان کې د خبري غونډې پر مهال د سوریې په خاوره کې د داعش پر خلاف د ترکیې په عسکري عملیاتو نیوکه وکړه.
د پي وای ډي ترهګرې ډلې د چارواکیو سره پدې خبري غونډه کې د سلواکیا د هیواد د پارلمان وکیل برانیسلاف سکریپک ملګرتیا کوله.
د بله پلوه نوموړي وکیل د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې د ترهګرو نه د مرستې غوښتنه وکړه.
وکیل وویل چې د اروپا د امنیت او کډوالو ستونزه یواځې او یواځې د پې وای ډي ترهګره ډله حلولی شي.
د بله پلوه د اروپا د پارلمان ریس چې په همدې ساعتونو کې په انقره کې په لیدونو کتنو بوخت وو خبري غونډې ته وویل چې د اروپا پارلمان ته د پې وای ډي ترهګرې ډلې د مشر په ګډون د هیت د سفر په اړه خبر څو شیبې د مخه ترلاسه کړ.
پداسې حال کې چې اروپايي ټولنې د پې کاکا ترهګرې ډله د ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړې ده خو ددې سره سره په سوریه کې د یادې شوې ترهګرې ډلې د څانګې نه ملاتړ کوي.
اروپا د ترهګرې پر وړاندې په مبارزه کې په ښکاره توګه د نړۍ په سترګو کې خاورې اچوي.