په قیرغیزستان کې د چین په سفارت ځانمرګی برید وشو.
په بشکیک کې د چین په سفارت ځانمرګی برید وشو
په قیرغیزستان کې د چین په سفارت ځانمرګی برید وشو.
د قیرغیزستان په پلازمینه بشکیک کې د چین په سفارت ځانمرګی برید وشو.
د بشکیک د امنیتي سرچینو د خبر له مخې برید د موټر پر مټ شوی دی .
د سهار په ساعتونو کې ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو نه بار خپل موټر د چین د سفارت د دروازې په مخکې وچولو.
د سرچینې د خبر له مخې ځانمرګي برید کوونکي د موټر سره سفارت ته د ننوتو هڅه کوله خو په ننوتو قادر نشو او د دروازه په مخکې چاودنه وکړه.
په چاودنه کې برید کوونکی مړ او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید له امله د چین سفارت ودانۍ ته د پام وړ زیان اوښتی دی.
د پیښې نه وروسته یو زیات شمیر امبولانسونه او امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل او سیمې کلا بند کړه.
د قیرغیزستان امنیتي سرچینو ویلي دي چې د برید کوونکي د هویت د معلومولو په خاطر څیړنې پيل شوي دي.
دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا شوی دی . د برید مسولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې د چین سفارت ته نږدې د امریکا سفارت هم شتون لري. امریکا د نوموړې پیښې نه وروسته د خپل سفارت پرسونل تخلیه کړی دی .
د قیرغیزستان مرستیال لومړي وزیر ګینیش رزاقوف خبریالانو ته وویل چې په پیښه کې پخپله برید کوونکي ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه امنیتي کسان ټپیان شوي دي.