په بلجیم کې د سپورت په سالون کې چاودنه وشوه.
د بلجیم په سویل کې د چیمای په ښار کې د سپورت په سالون کې چاودنه وشوه
559461
په بلجیم کې د سپورت په سالون کې چاودنه وشوه.
د بلجیم په سویل کې د چیمای په ښار کې د سپورت په سالون کې د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی .
د بلجیم د خبري اژانس د خبر له مخې چاودنه د نوموړي هیواد په سویل کې د چیمای په ښار کې رامنځته شوې ده .
چاودنه د شپې په ناوخته ساعتونو کې د سپورت په سالون کې رامنځته شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د چاودنې له امله د سپورت سالون یوه برخه نړیدلې ده.
ګمان کیږي چې ځیني کسان د سپورت سالون د نړیدلې برخې لاندې شوي وي.
د پیښې نه وروسته سمدلاسه پولیس او د ژغورنې ډلې رارسیدلي دي.
د ژغورنې چارې پیل شوي دي.
د چاودنې لامل ناڅرګند دی.