۱۲كيلومتره يې د خپلې مېرمنې جسد په اوږه يووړ.
په هندوستان كې يو تن د خپلې مېرمنې جسد ۱۲ كيلومتره په اوږه انتقال كړ.
د آمانګ په نامه ۴۲ كلن شخص چې مېرمن يې په يو روغتون كې وفات شوې وه او دده وينا روغتون ورته د خپلې مېرمن د جسد د انتقال لپاره د امبولانس د وركولو ډډه وكړه، مجبور شو چې په اوږه يې انتقال كړي.
ددې خبر د خپرېدلو سره سم د هند په ټولنيزو رسنيو كې د زرګونو كسانو غبرګون هم راپارېدلى دى.
آمانګ وايي چې د اوريسا د ايالت د باوانيپاتنا په سيمه كې مېرمن يې چې داناماجي نومېدله د سل د ناروغۍ له امله په روغتون كې وفات شوه. د روغتون چارواكو له چارواكو يې د امبولانس د پر له پسې غوښتنې سره سره يې ونشو كولاى چې امبولانس ترلاسه كړي. د موټر د كرايې د پېسو د نه درلودلو له امله يې د خپلې لور سره د مېرمن مړى په اوږه كړ تر څو ۶۰ كيلومتره وړاندې كلي ته يې ورسوي.
دا په داسې حال كې ده چې د روغتون چارواكو ويلي دي چې په دې پېښه كې هيڅ ډول ګناه نه لري. ځكه آمانګ د روغتون د چارواكو سره د مشورې پرته د خپلې مېرمن جسد اخيستى دى.
آمانګ د ۱۲ كيلومتره واټن وهلو نه وروسته د خلكو په مرسته موټر وموند تر څو د خپلې مېرمنې جسد انتقال كړي.