شمالي کوریا یو ځل بیا بالستیک توغندی وازمایه

شمالي کوریا  د امریکا متحده ایالتونو او سویلي کوریا لخوا د ګډ عسکري تطبیقاتو په مقابل کې  بلاستیک توغندی  وازمایه.

557909
شمالي کوریا یو ځل بیا بالستیک توغندی وازمایه

شمالي کوریا  د امریکا متحده ایالتونو او سویلي کوریا لخوا د ګډ عسکري تطبیقاتو په مقابل کې  بلاستیک توغندی  وازمایه.

د سویلي کوریا  د پوځ  د قومندانۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې شمالي کوریا  توغندی  د سینپو د ښار په سواحلو کې  د تحت البحري  کښتۍ نه  ګوزار کړی دی .

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د  شمالي کوریا  لخوا د ۵۰۰ کیلومتره په واټن  توغول شوی  توغندی  د جاپان د پولو ته نږدې  غورځیدلی دی .

په خبر کې راغلي دي چې  شمالي کوریا  دا توغندی  د امریکا او سویلي کوریا لخوا  د اګست په ۲۲ مه پیل شوو  ګډو عسکري تطبیقاتو په غبرګون کې  ازمایلی دی .

د ویلو ده چې  شمالي کوریا  تیره ورځ  د امریکا او سویلي کوریا د ګډو عسکري تطبیقاتو نه  اتومي جګړې لپاره د تیاري په توګه یادونه وکړه.

شمالي کوریا  امریکا او سویلي کوریا  د کوچني  پارونکي  اقدام په مقابل کې په اټومي  برید وګواښل.

د بله پلوه  کارپوهانو ویلي دي چې  د شمالي کوریا لخوا  په بریالي توګه د تحت البحري کښتیو نه  د توغندي توغول  د سیمې امنیت ته  ستر ګواښ مخامخوي.

شمالي کوریا  وخت نا وخته  ګاونډي هیوادونه او امریکا  په اټومي  بریدونو ګواښي.



اړوند خبرونه