اسراییلي  جنګي  الوتکو دا ځل  په سوریې هوايي بریدونه وکړل.

اسراییلي جنګي الوتکو د بشار اسد په ځواکونو هوايي بریدونه وکړل

557145
اسراییلي  جنګي  الوتکو دا ځل  په سوریې هوايي بریدونه وکړل.

اسراییلي  جنګي  الوتکو دا ځل  په سوریې هوايي بریدونه وکړل.

د اسراییلو د پوځ اړوند جنګي الوتکو په سوریه کې  د هوايي بریدونو په ترڅ کې د بشار اسد د ځواکونو اړوند  د توغندیو دستګاه ګانې له منځه وړي دي.

د اسراییلو اردو په  خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  تیره ورځ د سوریې له لورې  راتوغول شوي توغندي د ګولان په تپه کې د امنیتي ځواکونو د قرارګاه  ترڅنګ  وغورځیدل.

ددې په مقابل کې  د اسراییلو جنګي الوتکو  د ګولان ټپې ترڅنګ  د اسد د ځواکونو  د توغندیو په دستګاه ګانو  هوايي بریدونه وکړل.

د بریدونو په پایله کې په سیمه کې  موجود د توغندیو دستګاه ګانې  له منځه وړل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  اسراییلو  ددینه وړانډې هم  پر دوی د سوریې له لورې د بریدونو په بهانه  په سوریې  هوايي بریدونه کړي وو.

د سوریې رژیم  د اسراییلو د نوموړو هوايي بریدونو په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه