د اسامه بن لادن په اړه كتاب ته ۶ نيم ميليونه جريمه
د امريكا د متحدو ايالتونو يوې محكمې د هغه كتاب ليكوال چې د اسامه بن لادن د وژنې د عملياتو په اړه ليكلى وو، ۶،۶ ميليونه ډالره جريمه كړى دى.
د امريكا د متحدو ايالتونو يوې محكمې د هغه كتاب ليكوال چې د اسامه بن لادن د وژنې د عملياتو په اړه ليكلى وو، ۶،۶ ميليونه ډالره جريمه كړى دى.
دا كتاب چې د هغه امريكايي سرتيري لخوا چې پدې عملياتو كې يې ګډون كړى وو ليكل شوى وو چې د خلكو د پراخ هركلي سره مخامخ شو.
د محكمې په اند د ليكوال د جريمې اصلي لامل، په كتاب كې د امريكايي استخباراتو اړوند پټو اسنادو ته اشاره شوې ده چې د ليكوال لخوا افشا شوي دي.
د كتاب ليكوال ماټ بيسونېټ نوميږي. نوموړى د هغو ځانګړو ځواكونو يو تن غړى وو چې د پاكستان د ابېټ آباد په سيمه كې د اسامه بن لادن د وژلو په عملياتو كې ګډون درلود.
دا كتاب كې چې (No Easy Day) `` يا سخته ورځ`` نوميږي د ليكوال لخوا د مارك اوېن په مستعار نوم خپور شوى دى چې په كې هغه ماجرا ذكر كيږي چې د عملياتو په پايله كې په كې اسامه ووژل شو.
د امريكا دوه مخي
دا په داسې حال كې ده چې په تركيه كې د ترهګرو ډلو د پروپاګند په موخه پر چاپ شوو كتابونو باندې د بنديز د لګېدلو له امله امريكايي مقاماتو د بيان د آزادۍ په چوكاټ كې پر تركيې نيوكه كړې وه. همدې مقاماتو بيا د اسامه بن لادن په اړه د ليكل شوي كتاب ليكوال په ميليونونو ډالره جريمه كوي. امريكا پدې ډول د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې دوه مخى سياست غوره كوي.
د امريكا د دفاع وزارت پخوا ددې كتاب له ليكواله غوښتنه كړې وه چې له چاپ وړاندې دې يو ځل د دوى له نظره تېر كړي خو ليكوال بيا د دفاع د وزارت دا غوښتنه نه وه منلې.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.