د اسراییلو پر خلاف په اسکاټلنډ کې په زړه پورې مظاهره وشوه

په زرګونو تنو اسکاټنلنډیانو د اسراییلو پر خلاف سخت غبرګون وښود

555040
د اسراییلو پر خلاف په اسکاټلنډ کې په زړه پورې مظاهره وشوه

 په اسکاټلنډ کې  د فوټبال مینه والو  د  نوموړي هیواد او اسراییلو د فوټبال د لوبډلو ترمنځه  د سیالۍ پر مهال  په فلسطین کې د اسراییلو د حکومت روان ظلمونه وغندل.په زرګونو  اسکاټلنډیانو  د سیالۍ  پر مهال  د جیبونو نه  د فلسطین  بیرغونه  راوویستل  او په رپولو يي ورته پیل وکړ. د اسکاټلنډ خلکو پدې ډول د فلسطین د خلکو سره خپله مینه او خواخوږي  څرګنده کړه. 

لوبه  د اسکاټلنډ  د ګلاسکو په ښار کې  جوړه شوې وه. په زرګونو تنو اسکاټلنډیانو  د بندیز  سره سره  د فلسطین د بیرغونو په رپولو سره  د اسراییلو حکومت پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ.

همداشان نوموړو  د فلسطین په اړه  د اسراییلو د موجودو سیاستونو پر خلاف شعارونه ورکړل.

نوموړو  په بیت المقدس، لویدیځې تراړې  او غزه کې  د اسراییلو کړنۍ وغندلې.

د اسراییلو د فوټبال لوبډله   د اسکاټلنډیانو  ددې اقدام په مقابل کې  د حیرانتیا سره  مخامخ شوه.

د ویلو ده چې  د اروپا د فوټبال  فدراسیون  لوبغالو ته د بیرغونو په راوړلو بندیز لګولی دی.



اړوند خبرونه