په امریکا کې سیلاونو ګن شمیر کسان وژلي او په زرګونو تنه يي بې کوره کړي دي
د امریکا د لویزیانا په ایالت کې د سیلاونو له امله په زرګونو کورونو زیان لیدلی دی
![په امریکا کې سیلاونو ګن شمیر کسان وژلي او په زرګونو تنه يي بې کوره کړي دي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9470/a85b/b00f/57b3e0fe4242b.jpg?time=1719215124)
د امریکا متحده ایالتونو د لویزیانا په ایالت کې د شدیدو بارانونو په پایله کې د رواتو سیلاونو له امله لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په یاد شوي ایالت کې په زرګونو تنه د کورونو نه تخلیه شوي او بې کوره شوي دي.
د امریکا د لویزیانا ایالت په سویل کې د شدیدو بارانونو د اورښت په پایله کې سیلاونه راوتلي دي. په سیلاونو کې تر اوسه پورې د ۸ تنو مړي موندل شوي دي.
د سیلاونو د لوی ناورین له امله څه باندې ۲۰ زره تنه خوندي سیمو ته تخلیه شوي دي. د یاد شوي ایالت چارواکیو په وینا سیلاونو په زرګونو کورونو ته جدي زیانونه اړولي دي. همداشان په سلګونو موټرې سیلاونو وړي دي.
په بعضو سیمو کې اوبه تر ۶۰ سانتي مترو پورې لوړې شوي دي. د لویزیانا د ایالت والي د بیړني حالت د اعلانولو نه وروسته د بیړنیو حالاتو او ناورین فدرال ادارې نه د مرستې غوښتنه کړې ده .
سیمې ته څه باندې ۲۵۰۰ زره تنه سرتیري د ژغورنې په فعالیتونو کې د ګډون په موخه استول شوي دي. ویل کیږي څه باندې ۳۴۰۰ تنه انسانان او کورني حیوانات چې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول ژغورل شوي دي.
په سیمه کې په سیلاو ځپلو لومړنۍ مرستې ویشل شوي دي .
د یاد شوي ایالت چارواکیو او د هوا پیړندنې ادارې ویلي دي چې د سیلاونو تهدید لا پایته رسیدلی ندی او په بعضو سیمو کې د اوبو د کچې د لا لوړیدو امکان شتون لري.
د یادولو وړ ده چې د لویزیانا په ایالت کې په ۲۰۰۵ کال کې د سیلاونو په فلاکت کې ۱۲۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
اړوند خبرونه
![د روسیې په داغستان سیمه کې په وسله وال بریدونو کې د پولیسو په ګډون ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/ce92/debf/42d5/667913b4921ee.jpg?time=1719215124)
د روسیې په داغستان سیمه کې په وسله وال بریدونو کې د پولیسو په ګډون ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په داغستان کې په هممهاله بریدونو کې د ۱۵ تنو پولیسو په ګډون ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719215124)