د فرانسې  په سویل کې د ریل ګاډي‌ د جنګیدو په پیښه کې په لسګونو تنه ټپیان شول

په فرانسه کې د ونو سره د ریل ګاډي‌ د جنګیدو له امله ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي

554079
د فرانسې  په سویل کې د ریل ګاډي‌ د جنګیدو په پیښه کې په لسګونو تنه ټپیان شول

د فرانسې  په سویل کې د ریل ګاډي‌ د جنګیدو په پیښه کې په لسګونو تنه ټپیان شول

 پیښه  د فرانسې په سویل کې  د  نیمیس او مون پلیه دد ښارونو ترمنځه رامنځته شوې ده . په پیښه کې  په لسګونو تنه ټپیان شوي‌ دي‌ چې  د ځینو روغتیايي حالت  باریکه  دی.

د فرانسې د چارواکیو په وینا  پیښه  د توپان له امله  د ریل ګاډي‌ د پټلۍ  ترڅنګ  د چپه شوو ونو  له امله  رامنځته شوې ده . 

د فرانسې  د خبري رسنیو  د خبر له مخې  ریل ګاډي‌ په پټلۍ کې  د پرتو ونو سره  د جنګیدو نه وروسته  ډیر  قوي‌ ټکان  وخوړ  چې له امله يي یو تن مساپر د ریل ګاډي‌ نه  بهر  والوت. 

په ریل ګاډي‌ کې  تر ۲۰۰ تنو پورې  مساپرو شتون درلود چې  په ګڼ شمیر يي‌ ټپیان شوي‌ دي. د پیښې ټپیان په امبولانس چورلکو کې  روغتونونو ته رسول شوي‌ دي.


پيوندونه: #فرانسه , #ریل ګاډی

اړوند خبرونه