دونالد ترومپ یو ځل بیا جنجال برانګیزه څرګندونې وکړې

ترومپ :« د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په صورت کې به  هر هغه  مسلمان چې وغواړي امریکا کې  میشت شي  لومړی به ترینه  عقیدتي امتحان واخلو . »

552514
دونالد ترومپ  یو ځل بیا جنجال برانګیزه څرګندونې وکړې

په امریکا متحده ایالتونو کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریت پلوي ګوند نوماند دونالد ترومپ  وویل « د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په صورت کې به  هر هغه  مسلمان چې وغواړي امریکا کې  میشت شي  لومړی به ترینه  عقیدتي امتحان واخلو . »

دونالد ترومپ  دا څرګندونې  د اوهایو ایالت کې  وکړې. هغه وویل چې  د سړې جګړې پر مهال  هم  د عقیدتي امتحانونو  شتون درلود. نن ورځ  د سړې جګړې نه لا زیات  د جدي ګواښونو سره  مخامخ یو. نن ورځ  لا جدي امتحانونو ته  اړتیا لرو.

هغه وویل چې  د ترهګرۍ او تندلارو اسلامپالو پر خلاف د مبارزې  تر ټولو ښه لاره  امریکا ته  د کډوالۍ پر مهال  د هغوې نه د عقیدتي امتحانونو  اخیستل دي.

ترومپ  د منځني ختیځ په اړه  د اوباما او د هغه د ادارې په ستراتیژۍ  سخنې نیوکې وکړې او وویل چې  په عراق، ایران، لیبیا، سوریې او مصر  په قبال کې د امریکا  موجود  سیاست ناکامه  سیاست دی.

غه وویل چې  د ملتونو د بیارغونې  او یا په منځني ختیځ کې  د ډیموکراسۍ  د پلي کولو د هلو ځلو سره  سخت مخالفت کوي.

ترومپ  د داعش ترهګرې ډلې د راپیدا کړو  اصلي لامل  د اوباما او د هغه د بهرنیو چارو د پخوانۍ  وزیرې هیلري کلنټن ناکامه سیاستونه  وبلل او وویل چې ددوې سیاستونو  د منځني ختیځ امنیت  او استقرار له منځه  وړی دی .

ترومپ  وویل چې ناټو کولی شي چې  د داعش پر خلاف په مبارزه کې د روسیې سره  ګډ ګامونه پورته کړي.

ترومپ  د تیر کال د دسمبر په میاشت کې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې امریکا ته د مسلمانانو په راننوتو باید بندیز ولګول شي. د ترومب  دې څرګندونو د مسلمانانو سربیره  د امریکايي سیاستوالو سخت غبرګون پارولی وو.

ترومپ  دا ځل  وویل « هر هغه مسلمان چې وغواړي په امریکا کې ژوند وکړي  د هغه نه باید لومړی  عقیدتي امتحان واخیستل شي. د هغه په اړه  ډیرې جدي څیړنې ترسره شي. »   



اړوند خبرونه