د ګوانتانامو د زندان ۱۵ تنه زندانیانو متحده عربي اماراتو ته وسپارل شول
په ګوانتانامو زندان کې د زندانیانو شمیره ۶۱ تنو ته راټیټه شوه
امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون د ګونتانامو د زندان ۱۵ تنه زندانیان متحده عربي اماراتو ته د سپارولو نه خبر ورکړ.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې د ګوانتانامو د زندانو نه ۱۵ تنه زندانیان په یو ځل بل هیواد ته سپارل کیږي.
پنټاګون ویلي دي چې عربي اماراتو ته د سپارل شوو زندانیانو نه ۳ تنه د افغانستان او ۱۲ تنه د یمن وګړي دي. د ویلو ده چې متحده عربي اماراتو ته د سپارل شوو زندانیانو د نومونو په اړه څه ندي ویل شوي.
د ګوانتانامو په زندانو کې ۶۱ تنه زندانیان پاتي دي.
د ویلو ده چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه نیټه د القاعدې ترهګرې ډلې لخوا د نیویارک په اسمان څلو د بریدونو نه وروسته امریکا د القاعدې د غړیو لپاره د ګوانتانامو زندان جوړ کړ.
امریکا په سلګونو تنه دې زندان ته اچولي وو.
د بله پلوه په امریکا متحده ایالتونو د ګوانتانامو د زندان له امله سختې نیوکې دوام لري.
ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ په کمپاین کې د خلکو سره د ګوانتانامو د زندان د تړولو ژمنه کړې وه. هغه ویلي وو چې دا زندان د امریکا د خلکو لپاره یوه توره لکه ده او دا زندان به وتړي خو تر اوسه پورې د زندان په تړولو قادر شوی ندی.
اوباما څو ځله د زندان د تړولو اقدام وکړ خو تل د خنډونو سره مخامخ شو.
اوباما چې د زندانو په تړولو قادر شوی ندی خو د زندان د زندانیانو شمیر د پام وړ راټیټه کړې ده .
اوباما په پام کې لري چې د دندې د مودې د ختمیدو نه مخکې د ګوانتانامو زندان وتړي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنځم ځل لپاره د ولسمشر په توګه په رسمي توګه لوړه وکړه.
پوتین د پنځم لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه خپل دنده په رسمي توګه پيل کړه