په امریکا کې د استخباراتو کارکوونکي د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړه

د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتو  کارکوونکي  ۴۰ کلن اوان مک مولین  د ولسمشرۍ لپاره نوماندي  رسمآ  اعلان کړه.

548749
په امریکا کې د استخباراتو کارکوونکي د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړه

د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتو  کارکوونکي  ۴۰ کلن اوان مک مولین  د ولسمشرۍ لپاره نوماندي  رسمآ  اعلان کړه. مک مولین د نوامبر په میاشت کې  ترسره کیدونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره  خپله مستقله نوماندي  اعلان کړه.

ویل کیږي چې نوموړی  د جمهوریت پلوو ګوند د محافظه کارې ډلې  ملاتړ  تر شا لري.

ویل کیږي  کیدای شي  چې  هغه  د دونالد ترومپ ته  ستر خنډ  جوړ کړي.

مک مولین ویلي دي چې  د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ موخه  د دونالد ترومپ  د بریالیتوب  مخنیوی دی. هغه ویلي دي چې  دونالد ترومپ  پدې  فعلي شرایطو کې د امریکا  لپاره  مناسب  د ولسمشرۍ نوماند  ندی. د امریکا د جمهوري پلوو ګوند  ډیری سیاستوال او څیړونکې  هغه  په فعلي شرایطو کې د امریکا لپاره د یو خطرناک  نوماند په توګه  معرفي کوي.

۴۰ کلن مک مولین په خپله انټرنټ پاڼه کې لیکلي دي چې  « ترومپ په امریکا کې  تر ټولو په حساسو او بدترینو  مسلو  ټینګار کوي. ترومپ پداسې حال کې دا کار کوي چې  امریکا  تر هر وخت  اتحاد او اتفاق ته اړتیا لري. »

همداشان مک مولین په هیلري کلنټن  د نیوکې سره ویلي دي چې په میلیونونو تنه  امریکایان  پدې ښه پوهیږي  چې  هغه  د ټولو امریکایانو استازیتوب کولی نشي. د همدې امله يي پریکړه کړې وکړه چې د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړي.

مک مولین  ویلي دي چې ددې وخت رارسیدلی دی چې ځوان نسل  د هیواد واک  او قدرت په لاس کې واخلي.

ویل کیږي  مک مولین  په جمهوري پلوو ګوند کې د دونالد ترومپ د مخالفینو د پوره ملاتړ نه برښمند دی.

همداشان  ځینو برخو بیا ادعا کړې ده چې  مک مولین  په ۲۰۱۲ کال کې  د اوباما  د رقیب  جمهوریت پلوي میت رامني  د پوره ملاتړ نه برښمند دی.

مت رامني په ۲۰۱۲ کال کې  د ولسمشر باراک اوباما  پر وړاندې  د جمهوریت پلوو نوماند  وو چې د ماتې سره مخامخ  شو.

مک مولین  په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا  په استخباراتو کې په دندې پيل وکړ او تر ۲۰۱۱ کاله پورې  دندې اجرا کړه. هغه  د استخباراتو په بهرنۍ څانګه کې  د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې د څیړونکې په توګه دنده  ترسره کوله.

همداشان  مک مولین  په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا په ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمیسیون د سلاکار په توګه دنده پیل کړه.

د بله پلوه  یو زیات شمیر کارپوهانو ویلي دي چې  د هیلري کلنټن او دونالد ترومپ پر وړاندې د مک مولین د بري چانس  ډير کم  دی  خو  په ټاکنو کې  اغیزې کولی شي. د امریکا په ډیری ایالتونو کې خلک  مستقلو نوماندانو ته  چانس ورکوي. سره ددې چې  هغه د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره  د جدي  مالي او ځینو نورو ستونزو سره هم مخامخ کیدای شي  خو بیا هم  په خپل پلرني ایالت یوتا کې  د ترومپ لپاره  ستر ګواښ بلل کیږي.

کارپوهان وايي ددې احتمال ډیر لوړ دی چې په ځینو سنتي  ایالتونو کې  د ترومپ پر وړاندې  بری هم  ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې د امریکا د ولسمشرۍ د  ټاکنو لپاره دوو  تنو نورو مستقلو نوماندانو هم  خپله نوماندي اعلان کړې ده .

د امریکا د لیبرال ګوند غړي ګري جانسون  او زرغون ګوند لخوا  جیل استاین  د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماندي اعلان کړې ده .

د یادولو وړ ده چې  امریکا د استخباراتو پخواني مشر، د کورني امنیت پخواني وزیر  او یو زیات شمیر نورو د ترومپ د نوماندۍ سره مخالفت ښودلی دی او ویلي دي چې هغه ته به رای ورنکړي.

 



اړوند خبرونه