د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما  لور  په یو رستورانت  کې په کار  پیل وکړ.

میشل اوباما: غواړم چې خپلې لورګانې په نورمالو شرایطو کې لویې کړم

545972
د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما  لور  په یو رستورانت  کې په کار  پیل وکړ.

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما  لور  په یو رستورانت  کې په کار  پیل وکړ. 

د امریکا د ولسمشر اوباما  لور  د نوموړي‌ هیواد  د ماساچوست په ایالت کې په یو رستورانت کې  په کار کولو پيل کړی  دی .

د اوباما  لور  ساشا  د ماساچوست  ایالت د مارتاز وینه یارد  په سیمه  کې  په  رستورانت کې   د دخلدارې  په توګه په دنده  پیل کړه. ویل کیږي‌  د  هغه امنیت  د  ۶ تنو  ملکي‌ پولیسو لخوا ساتل کیږي.

د امریکا   خبري‌ رسنیو  په رستورانت کې  د اوباما  د لور  د کارکولو  خبر ته پراخه ځای بیل کړی دی. . د امریکا  د خبري‌ رسنیو د خبر له مخې  د اوباما  میرمن  میشل اوباما   ویلي‌ وو  غواړي‌ چې  خپلې  لورګانې  په نورمالو شرایطو کې  لویې  کړي. 

د ویلو ده  چې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما  کورنۍ  ډیر  وخت  رخصي‌ د ماساچوست ایالت د مارتاز وینه یارد په ټاپو کې  تیروي. 

د اوباما  مشرې  لور مالیا ددینه  وړاندې  د فلم جوړولو د شرکتونو سره   د ستاژرې په توګه  کار کړی وو.



اړوند خبرونه