پاپ فرانسیس : تاوتریخوالي ته د اسلام سره تړاو ورکول ناسم او غیرې عادلانه عمل دی

پاپ فرانسېس : یواځې په اسلام کې نه بلکې په نورو دینونو کې هم افراطیان او تندلاري چې بې ګناه انسانان وژني شتون لري

542819
پاپ فرانسیس : تاوتریخوالي ته د اسلام سره تړاو ورکول ناسم او غیرې عادلانه عمل دی

د کاتولیکو مسیحیانو روحاني مشر  پاپ فرانسیس وویل چې په نړۍ کې  تاوتریخوالي ته د اسلام مبارک دین سره  تړاو ورکول  غیرې عادلانه  عمل دی.

د واتیکان  او کاتولیکو  مسحیانو روحاني مشر  دا څرګندونې  خبري غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې « زمونږ په ټولنو کې هم  یو زیات شمیر افراطیان  شتون لري. دوی کاتولیک مسحیان  دي. تندلاري په ټولو دینونو کې  شتون لري. حتا  یوه زیاته برخه کې  بې ګناه انسانان په قتل رسوي. د همدې امله وایو چې په نړۍ کې  تاوتریخوالي او شدت ته یواځې د اسلام د مبارک دین سره تړاو ورکول  نادرست  ، غیرې عالانه او غیر منصفانه  عمل دی. »

هغه وویل چې  د الازهر د شیخ سره  لیدلي او خبرې کړي دي. پدې ښه پوهیږم  چې په نړۍ کې د  روان  تاوتریخوالي په اړه مسلمانان څه نظر لري.مسلمانان هم  سوله او ارامي غواړي. هغوې هم  ددې تاوتریخوالي پلویان ندي.

پاپ  زیاته کړه چې  له بده مرغه چې نن ورځ په نړۍ کې ترهګریز سازمانونه او ډلې  د خلکو د ضعفونو نه  ګټه پورته کوي. د بیلګې په توګه  هغه ځوانان  چې  بېکاره دي  او یا په نشه يي توکو او الکولو روږدي دي  ددوی نه  ګټه پورته کوي. ډیری ځوانان  د بېکارۍ له امله  د ترهګریزو سازمانونو  لاره نیسي او د هغوې غړیتوب  ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه چې  په نړۍ کې  ترهګري  هله وده کوي چې  نړۍوال د بشر د ژوند نه  لا زیات  پیسو او سرمایې ته  اهمیت ورکړي. له بده مرغه چې نن ورځ  همداسي شوي دي. د بشر د ژوند نه  زیات  سرمایې ته اهمیت ورکول کیږي.

پاپ فرانسېس  ددېنه مخکې هم په خپلو څرګندونو کې د نړۍ د روانو جګړو او نښتو اصلي  سرچینه  او مسولین د وسلو تولیدونکي  بللي وو.     



اړوند خبرونه