پدې هیواد کې د پوهنتون محصلینو ته د سپکو وسلو د ګرځولو اجازه ورکړل شوه
د نړۍ پدې پرمختللي هیواد کې محصلین په پوهنتون کې د وسلو سره ګرځي
د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په پوهنتون کې محصلینو ته د سپکو وسلو د ګرځولو اجازه ورکړل شوه.
په امریکا متحده ایالتونو کې پداسې حال کې د تکزاس په دولتي پوهنتون کې محصلینو ته د پوهنتون په منځ کې د سپکو وسلو ګرځولو اجازه ورکړ شوه چې د نوموړي هیواد ولسمشر باراک اوباما په وسلو ګرځولو د محدودیت لګولو هڅې کوي.
ویل کیږي په تکزاس ایالت کې خصوصي پوهنتونونه ددې امر نه مستثنا دي. د خصوصي پوهنتونونو محصلین نشي کولی چې په پوهنتون کې وسلې ګرځوي.
همداشان د امریکا د تکزاس په ایالت کې د اورګان، کلورادو او وییکانسین پوهنتونونه هم محصلینو ته د سپکو وسلو ګرځولو اجازه ورکوي.
د بله پلوه په یاد شوي ایالت کې ځینو برخو پدې پریکړې نیوکه کړې ده او دې پریکړې نه يي د وینا د ازادۍ پر وړانډې د ګواښ او په پوهنتون کې د ویرې د فضا د حاکمولو په توګه یادونه کړې ده .
په امریکا متحده ایالتونو کې وخت نا وخته په پوهنتونونو او ښوونځیو کې وخت نا وخته وسله وال بریدونه رامنځته کیږي.