د امریکا د اف بي ای کارکوونکی چین ته د مهمو او پټو اسنادو د ورکولو په تور ونیول شو
د امریکا د استخباراتو کارکوونکو چین ته د پتو اسنادو د ورکولو په تور ونیول شو
په امریکا متحده ایالتونو کې د فدرال څیړنیزې ادارې اف بي ای یو تن کارکوونکی چین ته د نوموړي هیواد د مهمو اسناد او شواهدو د ورکولو په برخه کې لاس په لاس ونیول شو.
د امریکا متحده ایالتونو د اف بي ای حساسو او پټو اسنادو ته د لاس رسي په څانګه کې د الکترونیک تخنیکر په توګه دنده ترسره کوونکي کون شان چون چې په جوی چون باندې مشهور وو په نیویارک کې نیول شوی دی.
د ویلو ده چې د امریکا د اف بي ای ادارې دا چینایي الاصله کارکوونکی د فدرال څارنوال او د عدلیې د وزارت د متقابلو استخباراتو د صاداراتو د کنټرول د دوو تنو ځانګړو څارنوالانو په امر نیول شوی دی. نوموړی چې په ۱۹۶۹ کال کې په چین کې زیږیدلی دی د ۱۹۹۷ کال راهیسې په اف بې ای کې دنده دلوده. نوموړی د چین د دولتي چارواکیو او ځینو چینايي شرکتونو سره د ارتباطاتو په درلودو تورن شوی دی . همداشان نوموړي اف بي ای ته د خپلو ارتباطاتو اړوند هم ناسم معلومات ورکړي دي. نوموړي په خپل جرم اعتراف کړی دی . چون د نیویارک د منهاټن په سیمه کې ونیول شو.
ویل کیږي نوموړی د شاوخوا لسو کلونو حپس د ګواښ سره مخامخ دی.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.