د تركيې په اړه د مېركل څرګندونې
د جرمني لومړۍ وزيره انګېلا میرکل وویل چي ، د کودتا سره مخامخ شوی هیواد د کودتاچیانو د ځپلو لپاره د حقوقي دولت هر ډول حقوقي لاري څخه کار اخیستل صحيح او لازمي دي.
د جرمني لومړۍ وزيره انګېلا میرکل وویل چي ، د کودتا سره مخامخ شوی هیواد د کودتاچیانو د ځپلو لپاره د حقوقي دولت هر ډول حقوقي لاري څخه کار اخیستل صحيح او لازمي دي.
میرکل ، هغې غونډې ته چې د جرمني فدرالي مطبوعاتو دفتر کي جوړه شوې وه وويل چي په ترکیې کي روان تغیرات په جدیت تعقیب کوو
میرکل، د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د ملاقات په اړه پوښتني ته په ځواب کي وویل چي په نژدې راتلونکي کي به د G20 غونډې كې چې په چین کې جوړیږي ورسره لیدنه وکړي .
ميمرکل وویل" ترکیه د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې يو مهم هیواد دی.ترکیه د کډوالو د سمبالتيا په کارونو کي يوه بيلګه ده دا په داسې حال كې ده چې په تركيه كې درې ميليونه كډوال مېشت دي."
د جرمني صدراعظمي وویل، د اروپايي ټولنې لخوا ترکيې سره مالي مرسته ښه کار دي د کډوالو په برخه کي د ترکيې او اروپايي ټولنې ترمنځ تړون پر اساس تركيه د جرمني نږدې همكارى دى.
میرکل وویل، د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د پي کا کا ترهګري سازمان د ترهګرۍ په وړاندي مبارزې ته هم اشاره وکړه چي
"په جرمني کي د پي کا کا ترهګري سازمان باندي بندیز لګول شوى دى. د يو ترهګرې سازمان په توګه يې هره دوسیه تعقیب کوو"