د تركيې څخه د مقدونيا د خلكو ملاتړ
د نړۍ د غبرګون پیغامونه د فتح الله ګولن تروریستي سازمان یا د موازي دولت جوړښت لخوا د ۱۵ جولای خاینانه کودتا هڅي په اړه دوام لري.
د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت د جوړښت لخوا د جولاى د ۱۵مې د خاينانه كودتا په اړه د نړۍ غبرګونونه دوام لري.
د مقدونیا پلازمېنه سکوپیا کي د ولسمشر رجب طيب اردوغان او ترکیې څخه د ملاتړ لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه .
د مقدونیا د كابينې ځينې غړي او د بېلابېلو قومونو څخه زرګونه كسان چې د هیواد د ګوډ ګوډ څخه راټول شوي ول، د ديموکراسۍ د ساتنې په لاريون كې برخه واخیستله او د خاینانه کودتا په وړاندي یې لاریون وکړ.
راغلو كسانو په داسې حال كې چې د تركيې بيرغونه او د تريكې څخه د ملاتړ شاعرونه يې له ځانونو سره لېږدول، د سرودونو سره په ګډه خوشاله شېبې تېرې كړې.
د مقدونیا د مدني ټولنې د تركي سازمانونو د اتحادیې مشر تحسین ابراهیم په مقدونيا كې د فتح الله ګولن تروریستي سازمان فعالیت ته په اشارې وویل
``ددې ځاى د ترکانو په حیث او د فاتحانو د اولادونو پر خاوره ددغه تروریستي سازمان ساتل پر موږ حرام دي.``
په مقدونیا کي تر دې مخکي هم د ګوستیوار او کرچوا په ښارونو د ترکیي څخه د ملاتړ لپاره لاریونونه شوي ول.