په فرانسه کې په کلیسا برید وشو

په فرانسه کې دوو تنو په کلیسا د برید نه وروسته ګڼ شمیر کسان یرغمل ونیول

537815
په فرانسه کې په کلیسا برید وشو

د فرانسې د نورماندي په ښار کې دوه تنه وسله وال چې په یوې کلیسا کې  ګڼ شمیر کسان  یرغمل نیولي وو د پولیسو لخوا ووژل شول. 

د نورماندي د ښار پولیسو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې دوو تنو وسله والو کسانو چې په ویل کیږي په چړو سمبال دي په کلیسا کې ګڼ شمیر کسان  یرغمل ونیول.

یرغمل نیوونکو ۶ تنه یرغمل نیولي وو. د پیښې نه وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیس سیمې ته راورسیدل او سیمه د محاصرې لاندې ونیوله.

یرغمل نیوونکو د یرغمل نیولو کسانو نه یو تن وواژه.

د فرانسې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  پولیسو د یرغمل شوو کسانو  د ژغورنې په خاطر ځانګړي عملیات ترسره کړل. ویل کیږي د عملیاتو په لړ کې  دواړه برید کوونکي وژل شوي دي .

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  برید کوونکو  د سهار په ۸ بجو او ۴۵ دقیقو کې  په کلیسا  برید وکړ.

د برید نه سمدلاسه وروسته  امنیتي ځواکونه سیمې ته راورسیدل.

د ویلو ده چې په فرانسه کې  د جولای په ۱۴ مه نیټه  یو تن  د لارۍ  سره د خپلواکۍ په جشن کې په ګډون کوونکو برید وکړ چې له امله يي لږ تر لږه ۸۴ تنو  ژوند لاسه ورکړی وو.

همداشان د تیرې اوونۍ په ترڅ کې جرمني کې ۴ جلا جلا بریدونه رامنځته شول.

 


پيوندونه: #فرانسه , #کلیسا , #برید

اړوند خبرونه