په امريكا كې پر يو نايټ كلب نوى بريد
د امريكا د متحدو ايالتونو د فلورېډا په ايالت كې فورټ مېرز په ښار كې پر يو نايټ كلب باندې بريد شوى دى چې لږ تر لږه ۱۷ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
537024
د امريكا د متحدو ايالتونو د فلورېډا په ايالت كې فورټ مېرز په ښار كې پر يو نايټ كلب باندې بريد شوى دى چې لږ تر لږه ۱۷ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سيمه ايزو خبري رسنيو د معلوماتو په اساس په پېښه كې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲ تنه مړه او لږ تر لږه ۱۵ تنه نور ټپيان دي.
پوليس سيمې ته رسېدلي دي. ويل كيږي چې په نايټ كلب كې د ځوانانو يوه مېله وه چې بريد شوى دى.
تر اوسه پورې د بريدګر په اړه كره معلومات نشته دى.
دا په داسې حال كې ده چې څو مياشتې وړاندې په امريكا كې د يو افغان الاصله بريدګر لخوا د همجنسبازانو پر يو نايټ كلب باندې د بريد په پايله كې نږدې ۵۰ تنه وژل شوي او سل تنه نور ټپيان شوي ول.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي