د اوباما ورور ټرمپ ته رايه وركوي!
په داسې حال كې چې د امريكا په متحدو ايالتونو كې د ولسمشرۍ د ټاكنو په كمپاين كې د جمهوري غوښتونكو او ديموكراتانو ترمېنځ رقابت روان دى، د امريكا د اوسني ولسمشر باراك اوباما ورور بيا د نوموړي د كړنو نه ناراضه دى.
536692

د باراك اوباما ورور مالك اوباما چې په امريكا كې اوسيږي ويلي دي چې په ټاكنو كې به د ټرمپ ته رايه وركړي.
مالك اوباما وايي چې ورور نوموړى نا امېده كړى دى او په ټاكنو كې به د ديموكراتانو رقيب ډانلډ ټرمپ ته رايه وركړي.
د مالك اوباما په وينا ټرمپ صميمي خبرې كوې او پر نوموړي باور لري. له دې امله به په ټاكنو كې هغه ته رايه وركړي.
۵۸ كلن مالك اوباما د لېبيا د پخواني مشر معمر القدافي د اقتدار په را پرځولو او د نوموړي په مړينه كې د خپل ورور اوباما او د وخت د بهرنيو چارو د وزيرې هيلاري كلنټن د رول امله پر دواړو ډېر غصه دى.