د مونیخ برید په جرمني کې د امنیت په اړه اندیښنې پارولي دي
د مونیخ د قربانیانو نه ۳ تنه ترکان دي
د جرمني د مونیخ په ښار کې په یو سوداګریز مرکز د وسله وال برید له امله د وژل شوو ۹ تنو نه ۳ تنه يي ترکان دي.
پدې پیښه کې ۲۷ تنه ټپیان شوي دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو خبري رسنیو ته وویل چې د مونیخ په خونړۍ پیښه کې د وژل شوو کسانو نه ۳ تنه يي ترکان دي. د پیښې د قربانیانو پاتې برخه المانیان دي.
د بله پلوه د مونیخ پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي په یواځې ځان برید کړی . پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکي په کور او کوټه کې د ترسره شوو پلټنو نه دا معلومه شوې ده چې د داعش سره تړاو نلري. همداشان برید کوونکي د پولیسو سره جرمي سابقه هم نه درلوده خو د روحي درملنې لاندې وو. برید کوونکی روحي ناروغ وو.
برید د یو تن ۱۸ کلنه ایران الاصله الماني لخوا شوی دی . برید په جرمني کې د امنیت په اړه جدي اندیښنې پارولي دي. د ویلو ده چې د یوې اوونۍ په دننه کې دا دویم ځل دی چې په جرمني کې وسله وال بریدونه رامنځته کیږي . درې ورځې وړانډې یو تن ۱۷ کلن افغان چې وروسته جرمني پولیسو وویل چې برید کوونکی د پاکستان وګړی دی په ریل ګاډي کې په مساپرو د چړې او تبرګي برید وکړ چې په پایله کې ۴ تنه سخت ټپیان شول.