په امریکا متحده ایالتونو کې یو ځل بیا په پولیسو خونړی برید وشو
په امریکا کې یو ځل بیا پولیس د خونړي برید لاندې راغلل
![په امریکا متحده ایالتونو کې یو ځل بیا په پولیسو خونړی برید وشو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a470/0d07/8ff1/578bc4088c6e6.jpg?time=1719039801)
د امریکا متحده ایالتونو کې په پولیسو د خونړي برید له امله لږ تر لږه ۳ تنه پولس مړه او یو تن بل سخت ټپي شوی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د لویزیانا ایالت اړوند د باتون روژ په ښار کې په پولیسو برید وشو. په برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د باتون روژ د ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د وسله وال برید په اړه يي راپور ترلاسه کړ. کله چې پولیس سیمې ته واستول شول په پولیسو ډزې وشوې او درې تنه پولیس ووژل شول.
د یاد شوي ښار ښاروال خبري رسنیو ته وویل چې پدې پیښه کې ۳ تنه پولیس مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل چې د پیښې نه سمدلاسه وروسته ځانګړې ځواکونه سیمې ته استول شوي . د ویلو ده چې د برید کوونکو نه یو تن يي د پولیسو لخوا وژل شوی دی .
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719039802)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.