د ارمنستان په پلازمینه اریوان کې د پولیسو په مرکز وسله وال برید وشو
یوې ډلې وسله والو په پلازمینه اریوان کې د پولیسو په مرکز برید کړی او ټول پولیس يي یرغمل نیولي دي
د ارمنستان په پلازمینه اریوان کې یوې ډلې وسله والو کسانو د پولیسو په مرکز برید وکړ. د برید له امله یو تن وژل شوی او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
د رشین ټودې د خبر له مخې یوې ډلې وسله والو په پلازمینه اریوان کې د پولیسو په مرکز برید وکړ او د پولیسو د مرکز د مشر په ګډون پرسونل يي یرغمل ونیول .
په برید کې یو تن وژل شوی او ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.
د ارمنستان د خبري رسنیو د خبر له مخې وسله والې ډلې د نوموړي هیواد د ولسمشر سرژسرکیسیان د استعفا او مخالف زنداني مشر د خوشې کولو غوښتنه کړې ده .
د پیښې نه وروسته یو زیات شمیر پولیس سیمې ته استول شوي دي . د پولیسو د مرکز ترڅیرمه په ټولو حاکمو نقطو کې نښه ویشتونکي پولیس ځای په ځای شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په ټولنیزه مډیا کې په ارمنستان کې هم د کودتا د تشبص په څیر ادعاګانې شوي دي خو تر اوسه پورې دا لا معلومه نده چې ددې برید اصلي سبب په څه کې دی.