د ملګروملتونو سازمان د مشرۍ لپاره په سیالۍ پیل وشو
د ملګروملتونو د سازمان د سرمنشي د دندې موده د روان کال په پای کې پایته رسیږي
د ملګروملتونو سازمان د مشرۍ څوکۍ لپاره په سیالۍ پیل وشو. د ملګروملتونو د عمومي سرمنشي بانکي مون د دندې موده د روان میلادي کال په پای کې پایته رسیږي. د ملګروملتونو د سازمان د مشرۍ لپاره تر اوسه پورې ۷ تنو ځانونه نوماند کړي دي.
د ملګروملتونو د سازمان د مشرۍ لپاره ټولو نوماندانو د ترکیې چې تل وايي نړۍ د پنځو نه لویه ده شعار ته په ورته شعارونو پیل کړی دی . ټولو نوماندانو د ملګروملتونو په ساختار کې د جدي اصلاحاتو نه یادونه کړې ده .
د نوماندانو نه د سربستان استازي وک جیرمیچ ویلي دي چې په ۱۹۴۵ کال کې ژوند نه کوو، ملګروملتونو سازمان جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري. همداشان بل نوماند سوسانا مالکورا بیا د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده . هغه ویلي دي چې د امینت شورا یواځې د روانۍ پیړۍ استازیتوب نکوي. امنیت شورا جدي بدلونونو ته اړتیا لري.
دا ځل د ملګروملتونو د سازمان د مشرۍ لپاره د ختیځې اروپا وار دی. د ختیځې اروپا د سیمې نه ۷ تنو د ملګروملتونو د مشرۍ د څوکۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړې ده .
د ویلو ده چې د ملګروملتونو د مشرۍ پدې سیالیو کې د پخوانیو سیالیو په پرته جدي تغیرات لیدل کیږي. دا ځل نوماندان خپل کاري پلانونه او پروژې په کردي میزونو ، مخامخ ډیالګونو او مناظرو کې بیانوي.
د امریکا د نیویارک په ښار کې د ملګروملتونو سازمان د مشرۍ لپاره نوماندانو په یوه ګډه مناظره کې ګډون وکړ. نوماندانو پدې مناظره کې د ګډون کوونکو پوښتنې هم ځواب کړې.
د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمشنر انتونیو ګوټرز هم د ملګروملتونو د سازمان مشرۍ ته ځان نوماند کړی دی . هغې پدې مناظره کې ددې پوښتنې په ځواب کې ، پداسې حال کې چې د نړۍ د ټولو مهمو مسلو په اړه پریکړې د امنیت شورا کوي خو دا شورا بیا د ټولۍ نړۍ استازیتوب نه کوي، ایا د امنیت په شورا کې اصلاحات په نظر کې لرۍ ؟ داسې وویل ، تر کومه چې د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې اصلاحات رانشي د ملګروملتونو په سازمان کې اصلاحات ناممکنه دي. هغه وویل چې دا د ملګروملتونو د پخواني مشر کوفي عنان څرګندوني دي چې واقعآ پر ځای اټکل دی. هغه وویل چې د امنیت شورا د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته جوړه شوې او د هماغه غړیو سره فعالیت ته دوام ورکوي. خامخا دا شورا اصلاحاتو ته اړتیا لري.
همداشان د نوماندانو نه د سربستان استازي وک جیریمیچ بیا وویل چې نن ورځ په ۱۹۴۵ کلونو په دورو کې قرار نلرو. د ملګروملتونو سازمان جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري. هغه وویل چې د ملګروملتونو د سازمان اړوند په ټولو اداراتو کې باید اصلاحات راوستل شي. هغه زیاته کړه هر کله چې دا اصلاحات رامنځته شي د ملګرو ملتونو د سازمان به لا اغیزمن شي.
همداشان د نوماندانو نه سوسانا مالکورا هم په اصلاحاتو ټینګار وکړ او وویل چې په ځانګړې توګه د امنیت شورا جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري ځکه چې دا شورا د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته د دورې استازیتوب نکوي. دا شورا باید د یوې پیړۍ استازيتوب ونکړي.
هغې وویل چې د امنیت شورا د غړیتوب په مسله کې باید جدي بدلونونه رامنځته شي.
که چیرې د نوموړو نوماندانو ځوابونو ته ځیر شو ټولو د ترکیې غوښتنو ته ورته غوښتنې کړي دي. ترکیه په هر فرصت کې د ملګروملتونو سازمان او د امنیت شورا په ساختار نیوکې کوي او په نوموړو ساختارونو کې د بدلونونو غوښتنه کوي.
د ملګروملتونو سازمان مشر پخپله د ملګروملتونو سازمان د غړیو لخوا ټاکل کیږي. ددې څوکۍ لپاره نوماندان د ملګروملتونو سازمان عمومي اجلاس ته خپله نوماندي وړاندې کوي او وروسته بیا ټاکنې کیږي. د ملګروملتونو د سازمان د مشرۍ په خاطر د یاد شوي سازمان دوه دریمه برخه رایو ته اړتیا لیدل کیږي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.