په واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ د احتمالي برید له امله د څو ساعتونو لپاره وتړل شوه

په امریکا کې د یوې اوونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره د کانګرس ودانۍ د احتمالي بریدونو له امله وتړل شوه

528123
په واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ د احتمالي برید له امله  د څو ساعتونو لپاره وتړل شوه

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس ودانۍ  د یوې اوونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره د امنیتي ګواښونو له امله  وتړل شوه.

په واشنګټن کې د کانګرس د ودانۍ ترڅنګ  د یو تن وسله وال کس د لیدل کیدو نه وروسته  د کانګرس ودانۍ  ټولې دخولي او خروجي دروازې وتړل شوې او کلک امنیتي تدابیر ونیول شول.

په واشنګټن کې پولیسو د کانګرس د ودانۍ ترڅنګ  د یو تن وسله وال کس د لیدل کیدو اړوند  د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته په کانګرس کې ویره حاکمه شوه. پولیس  او د کورنیو استخباراتو کارکوونکو  د نوموړي وسله وال کس د نیولو په خاطر په ګډه عملیات ترسره کړل. وسله وال کس  ونیول  شو  او د کانګرس ودانۍ دروازې د څو ساعتونو نه وروسته بیرته  پرانیستل شوې.

د یادولو وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ هم  د کانګرس د ودانۍ ترڅنګ  د یو تن وسله وال کس د لیدل کیدو نه وروسته په کانګرس کې فوق العاده امنیتي حالت اعلان شوی وو. د جمعې په ورځ هم  ټولې دخولي او خروجي دروازې او شاوخوا سړکان  تړل شوي وو.

د ویلو ده چې د کانګرس لخوا د نیول شوي وسله وال کس د هویت  په اړه څه ندي ویل شوي .

د ویلو ده چې  د تیرې پنجشنبې په ورځ  د امریکا  د دالاس په ښار کې په پولیسو وسله وال برید وشو چې له امله يي ۵ تنه پولیس مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.

د برید مسولیت د تورپوستانو یوې ډلې په غاړه اخیستی وو او دیته د ورته نورو بریدونو د ترسره کولو ګواښ يي کړی وو. همداشان  تیره ورځ هم  د امریکا د میشیګان په ایالت کې په یوې محکمه کې  په پولیسو  وسله وال برید وشو چې له امله يي ۲ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ او یو تن بل ټپي شو.

په امریکا کې  تیره اوونۍ د پولیسو لخوا پرله پسې د دوو تنو تورپوستو د وژلو نه وروسته  په هیواد کې د تورپوستو سخت غبرګون وپارو. ددې پیښې نه وروسته په یو زیات شمیر ښارونو کې مظاهرې پیل شوې .



اړوند خبرونه