په امریکا کې داځل په محکمې وسله وال برید وشو
د امریکا د میشیګان په ایالت کې د محکمې ودانۍ په منځ کې د وسله وال برید له امله ۳ تنه ووژل شول
په امریکا متحده ایالتونو کې داځل په یوې محکمه کې د وسله وال برید له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د امریکا په میشیګان ایالت کې په یوې محکمه کې د وسله وال برید په پایله کې د برید کوونکي په ګډون ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید کوونکي په محکمه کې د یو تن ساتونکي د وسلو د اخیستو نه وروسته په شاوخوا په پولیسو ډزې وکړې .
پیښه د امریکا د میشیګان ایالت د سانت جوزیف ښار د بیرین د سیمې د محکمې په ودانۍ کې رامنځته شوه. ویل کیږي یو تن چې په بند محکوم شوی وو زندان ته د وړولو پر مهال يي د محکمې په ودانۍ کې په پولیسو ډزې وکړې.
د میشګان ایالت د پولیسو مشر ویلي دي چې برید کوونکي په ډیرې چټکۍ سره د محکمې د یو تن ساتونکې د وسلې د اخیستو سره سم په پولیسو ډزې پیل کړې.
په پیښه کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ او برید کوونکی د پولیسو لخوا وویشتل شو.
پدې پیښه کې د یو تن پولیس د ټپي کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی .
د برید نه وروسته په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر ونیول شول. د یادولو وړ ده چې د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې دا څوم ځل دی چې په پولیسو وسله وال بریدونه کیږي. تیره اوونۍ د امریکا د دالاس په ښار کې په پولیسو د برید پایله کې ۵ تنه پولیس مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.