ناټو سازمان په ختیځه اروپا کې نوي ځواکونه ځای په ځای کوي

ناټو سازمان د روسیې د تهدیدونو پر وړانډې تدابیر نیسي

525866
ناټو سازمان په ختیځه اروپا کې  نوي ځواکونه ځای په ځای کوي

د ناټو سازمان  پولنډ او بالتیک هیوادونو ته  د ۳ زرو نه  تر ۴ زرو تنو پورې  د سرتیرو د استولو  پریکړه وکړه.

د ویلو ده چې  د سړې جګړې نه وروسته  د لومړي ځل لپاره د ناټو د سازمان سرمشریزه  د پولنډ په پلازمینه  وارسا کې  جوړه شوه. پدې سرمشریزه کې  د روسیې لخوا د مخامخو ګواښونو په مقابل کې د جدي تدابیرو نیولو پریکړه وشوه.

د ناټو د مشرانو سرمشریزه  پرون  پیل شوه . د ناټو سازمان مشر  ینس ستولتونبرګ د سرمشریزې د لومړۍ ورځ د ناستې  او پریکړو په اړه خبري غونډې ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  د ناټو سازمان په اتفاق سره  په ختیځه اروپا کې  د عسکري شتوالي د کچې د لوړولو پریکړه وکړه. هغه وویل چې په لیتونیا، ایستونیا او پولنډ کې به  د ناټو د سازمان د ۳ زرو نه  تر ۴زرو پورې سرتیري ځای په ځای کړې شي.

ستولتونبرګ  وویل چې  دا ځواکونه به تر راتلونکې کاله پورې ځای په ځای کړی شي. هغه زیاته کړه چې  په لیتونیا کې به کاناډا، په لیتوانیا کې به جرمني، په ایستونیا کې به انګلستان او په پولنډ کې  به   امریکا  خپل ځواکونه ځای په ځای کړي.

د بله پلوه د امریکا  ولسمشر باراک اوباما  چې پدې سرمشریزه کې ګډون دی  وویل چې پولنډ ته به زر تنه  سرتیري واستوي.

د ناټو سازمان  د روسیې په مقابل کې دویم  مهم  ګام هم  پورته کړ. ناټو سازمان د توغندیو دفاعي سیستم  د نوې مرحلې د پیلولو پریکړه وکړه.

د ناټو د سازمان دفاعي سیستم  په ترکیه کې د رادار، په رومانیا کې د ځای په ځای شوي سیستم  او په اسپانیا کې په جنګي بیړیو کې  د موجود سیستم  سره  وتړل شو  او د لومړي ځل لپاره  د عملیاتو لپاره  چمتو شو.

د بله پلوه  امریکا  د توغندیو د دفاعي سیستم  قومنداني  د ناټو سازمان ته سپاري.

همداشان  رومانیا او بلغاریا  د تورې بحیرې په سیمه کې د ناټو د عسکري ځواک  د کچې د لوړولو غوښتنه وکړه.

دا چې په توره بحیره کې به هم  په هوا او هم  په سمندر کې  د ناټو د عسکري ځواک  کچه  څه ډول  لوړه کړې شي پدې اړه به د ناټو سازمان د دفاع وزیران  خبرې وکړی. نوموړي به نقشه جوړه کړي او وروسته به عملي ګامونه پورته شي. همداشان پډې مسلې به د اکتوبر د میاشتې په غونډه کې  غور وشي.

د ناټو په پرونۍ غونډه کې  د سایبر امنیت په مسلې هم خبرې وشوې. ناټو سازمان د لومړي ځل لپاره  په مځکې ، هوا او سمندر کې  د سایبر امنیت د جدي تدابیرو نیولو پریکړه وکړه. ددې له مخې به د ناټو د سازمان غړي هیوادونه  هم په خپلو هیوادونو کې تدابیرو کچه  لوړوي  او هم به د نورو غړیو سره  معلومات شریکوي.

د ناټو سازمان مشر وویل چې دا ټول تدابیر په ختیځ اروپا کې د روسیې لخوا د ناټو غړیو هیوادونو ته د مخامخو ګواښونو له امله  نیول کیږي. همداشان  دا سازمان  غواړي چې یو ځل بیا په ټولې نړۍ ته دا ښکاره کړه چې  د ناټو د سازمان په یو غړي  برید په ټولو غړیو د برید په څیر ارزول کیږي.

د ناټو مشر  زیاته کړه چې ددې ټولو سره سره  د روسېې سره د ډیالوګ  دروازې  تل پرانیستي دي. هغه وویل چې  روسیه  یو لوی او ډیر پياوړی هیواد دی. هیڅوک روسیه  یواځې کولی نشي  او باید پدې اړه  ګام هم  پورته نکړي.

د ناټو مشر وویل چې  د وارسا د سرمشریزې ټولې پریکړې به  د راتلونکې چار شنبې په ورځ  د روسیې سره په ګډه غونډه کې نوموړي هیواد ته  بیان کړي.

د بله پلوه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو سازمان سرمشریزې د پيل نه د مخه  د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاندا سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

همداشان  هالنډ د ناټو د سازمان په پرونۍ غونډه کې وویل چې روسیې ته باید د دښمن نه بلکې د یو شریک په سترګه وکتل شي.

د وارسا سرمشریزه به د افغانستان او اوکراین په مسلو  د خبرو نه  وروسته  پایته ورسیږي. همداشان پدې سرمشریزه کې به د افغانستان او اوکراین د مشرانو سره  جلا جلا لیدنې  وشي.

د ویلو ده چې د ناټو سازمان مشرانو د سرمشریزې پر مهال  د ناټو د الوتکو لخوا جوړه شوې ننداره په ګډه ننداره کړه. پدې ننداره کې  د ترکیې الوتکو هم ګډون کړی وو.

همداشان د ناټو د مشرانو دا سرمشریزه  د امریکا د ولسمشر باراک اوباما  او د انګلستان د لومړي وزیر دیوید کامرون وروستۍ  سرمشریزه وه. په راتلونکې سرمشریزه کې به ددې دوو مشرانو پر ځای  د نوموړو هیوادونو نوي مشران ګډون وکړي.

د ویلو ده چې  د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار بن رودز  ویلي دي چې  د روسیې د تیریو د دوام  له امله  ناټو  مجبوره ده  چې  ځوابې ګامونه پورته کړي. همداشان  مجبوره ده چې په ختیځه اروپا کې خپل عسکري شتوالي کچه  لوړه کړه.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي دي ، تر کومه  چې  مسکو په ګاونډیو هیوادونو تیریو ته دوام  ورکوي  د مسکو سره به د هر ډول همکارۍ نه ډډه وکړي.

 

 

 

 



اړوند خبرونه