د عسکري چورلکې د سقوط په پایله کې ۱۷ تنو عسکرو ژوند د لاسه ورکړ.
د کولمبیا د پوځ الوتکې سقوط وکړ
519457
د عسکري چورلکې د سقوط په پایله کې ۱۷ تنو عسکرو ژوند د لاسه ورکړ.
د کولمبیا د وسله وال پوځ د چورلکې د سقوط له امله ۱۷ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
د کولمبیا د دفاع وزارت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا جنګي چورلکه د پلازمینې بوګوتا شمال ختیځ لورې ته د پنسلوانیا ایالت د کالداس سیمې په اطرافو کې غورځیدلې ده .
د چورلکې د غورځیدو نه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې خو په پيښه کې هیڅوک ژوندي ندي ژغورل شوي.
د کولمبیا د دفاع وزارت ویلي دي چې په چورلکه کې ۱۷ تنو سرتیرو شتون درلود چې ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د کولمبیا پوځ د الوتکې د غورځیدو د لامل په اړه څه ندي ویلي . د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.