په انګلستان کې د ترسره شوې ټولپوښتنې پایلې اعلان شوې

په انګلستان کې  تیره ورځ   په اروپايي ټولنه کې د پاتې کیدو یا جلا کیدو په اړه د ترسره شوي  ټولپوښتنې پایلې  اعلان شوې.

517072
په انګلستان کې د ترسره شوې ټولپوښتنې  پایلې اعلان شوې

په انګلستان کې  تیره ورځ   په اروپايي ټولنه کې د پاتې کیدو یا جلا کیدو په اړه د ترسره شوي  ټولپوښتنې پایلې  اعلان شوې.

په انګلستان کې د اروپايي ټولنې د جلا کیدو پلویانو  د څه باندې  ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره  بری  ترلاسه کړ.

د ویلو ده چې په انګلستان کې  د تیرې ورځې په ټولپوښتنه کې  ۴۶ نیم میلیونو تنو واجد د شرایطو  رای ورکوونکو ګډون کړی وو.

په اروپايي ټولنه کې د پاتې کیدو  او  د اروپايي ټولنې نه د جلا کیدو  پلویانو  د بري په خاطر  ۱۶ میلیونه او ۸۰ زرو رایو ته  اړتیا  درلوده  چې  د اروپايي ټولنې د جلا غوښتونکو  د څه باندې  ۱۷ میلیونو رایو په ترلاسه کولو سره  بری  خپل کړ.  

انګلستان خلکو  د ټولنې نه  د جلا کیدو پریکړه  او   او د ټولنې سره  خدای پااماني وکړه.

همداشان  په انګلستان کې د ټولپوښتنې نه د مخه په ترسره شوو نظرسنجیو  کې  د دواړو خواوو رایې ډیرې  نږدې  ښکاریدې.

په انګلستان کې د ټولپوښتنې د مخه  د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو لکه د امریکا باراک اوباما، د هالنډ ولسمشر فرانسوا اولاندا، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل  او پخپله د انګلستان لومړي وزیر دیوید کامرون  د انګلستان د خلکو نه  په ټولنه کې د پاتې کیدو په پلوي د رای کارولو غوښتنه کړې وه.

د انګلستان د خلکو لخوا  د اروپا نه د جلا کیدو  پریکړې  د بهرنیو اسعارو پر مقابل کې  د پونډ ارزښت  د پام  وړ  راټیټ کړ  . د انګلستان پونډ  د تیرې نیمې پیړۍ راهیسې د لومړي ځل لپاره  پدې اندازه  خپل ارزښت  د لاسه ورکوي.

د اروپايي ټولنې چارواکیو  د ټولپوښتنې نه د مخه د انګلستان خلکو ته  د رای کارولو پر مهال د سلیم عقل نه د کار اخیستو او ښه دقت کولو بلنه ورکړې وه.

دوی  ویلي وو چې  دا پریکړه جبران ناپذیره  ده او په راتلونکي کې  انګلستان  د اروپايي ټولنې سره د یو ځای کیدو په خاطر  یو ځل بیا د مذاکراتو پيلولو  چانس  نلري.

همداشان  سیاسي او اقتصادي کارپوهانو  د ټولنې نه د انګلستان د جلا کیدو په صورت کې  د ټولنې او انګلستان د منفي اغیزو کولو  خبرداری ورکړی وو. خو د انګلستان خلکو  ددې ټولو خبرداریو سره سره  د تولنې نه د جلا کیدو پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه