په کولمبیا کې د حکومت او انقلابي وسله والې ډلې ترمنځه  د اوربند  تړون لاسلیک شو.

په کولمبیا کې  ۵۲ کلنه کورنۍ  جګړه  پایته ورسیده.

517078
په کولمبیا کې د حکومت او انقلابي وسله والې ډلې ترمنځه  د اوربند  تړون لاسلیک شو.

په کولمبیا کې  ۵۲ کلنه کورنۍ  جګړه  پایته ورسیده.

په کولمبیا کې د حکومت او انقلابي وسله والې ډلې ترمنځه  د اوربند  تړون لاسلیک شو.

په کولمبیا کې  د ۱۹۶۴ کال راهیسې په روانه کورنۍ جګړه کې  ۲۲۰ زرو تنو ژوند دلاسه ورکړی  او نږدې  ۵ میلیونه تنه بې ځایه شوي دي.

د کولمبیا د انقلابي وسله والې ډلې لخوا اعلان شوی د یو پلوي اروبند  تړون  د کیوبا په پلازمینه هاوانا کې  د نوموړي هیواد د ولسمشر راول کاسترو په حضور کې  د کولمبیا د ولسمشر جان مانول سانتوس  او د انقلابي وسله والې ډلې د مشر تیموچینکو ترمنځه  لاسلیک شو.

پدې ډول  په کولمبیا کې د انقلابي وسله والې ډلې ۵۲ کلنه مبارزه او نوموړي هیواد کورنۍ جګړه  پایته ورسیده.

د یادولو وړ ده  چې  کولمبیا  پدې  ۵۲ کلنې کورنۍ جګړه کې  ډیر ستر زیان لیدلی دی.

کولمبیا  په ۲۰۰۱ کال کې  د امریکا متحده ایالتونو په مرسته  د انقلابي وسله والې ډلې  پر خلاف  ستر عملیات  پيل کړل چې پدې عملیاتو کې  انقلابي وسله والې ډلې ته  ستر ګوزارونه ورکړل شول.

همداشان په ۲۰۱۲ کال کې  د حکومت او وسله والو ترمنځه  د سولې په اړه خبرې اترې پیل شوې. د سولې او روغې جوړې خبرو اترو ۳ کاله دوام پیدا کړ. په ۲۰۱۵ کال کې  حکومت او وسله والې ډلې  جګړه ځپلو ته  د غرامت  ورکولو  په مسلې تفاهم وشو  او تړون یي لاسلیک کړ. دې تړون  ۴ اساسي مادې  درلودلې.

د جګړه ځپلو حقونه، هغوې د مځکو د حقونو ورکول، انقلابي وسله والې ډلې ته په سیاست کې ځای ورکول  او د نشه يي توکو پر وړانډې ګډه مبارزه.

همداشان ددې تفاهم  نه وروسته  انقلابي وسله والې ډلې یو پلوی اروبند اعلان کړ  او د حکومت لخوا هم  ومنل شو.



اړوند خبرونه