په چین کې د شدیدو بارانونو او توپان له امله نږدې زرو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
چین د ۱۹۶۶ کال راهیسې تر ټولو د شدیدیو بارانونو او قوي توپان شاهدي کوي
د چین د یاچینګ ښار او شاوخوا سیمو کې د شدیدو بارانونو، بړبړکۍ او توپان له امله لږ تر لږه ۹۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې ۸۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د چین په ختیځ کې د جیانګسو په ایالت کې شدیدو بارانونو او قوي توپان د ژوند چارې په کامله توګه په ټپه درولي دي. د چین د بیړنیو حالاتو او ملکي چارو وزارت ویلي دي چې د جیانګسو ایالت د یاچینګ په ښار او شاوخوا کې شدیدو بارانونو او قوي توپان په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. یاد شوي وزارت ویلي دي چې د مړو شمیره ۹۸ تنو ته رسیدلې ده او څه باندې ۸۰۰ تنه ټپیان دي چې د ۲۰۰ تنو روغتیايي حالت يي د اندیښنې وړ دی.
یاد شوي وزارت ویلي دي چې په سیمه کې یو زیات شمیر کسان بند پاتې دي او د توپان سرعت په ساعت کې د ۱۰۰ او ۱۲۵ کیلومترو ترمنځه دی.
ویل کیږي د ۱۹۶۶ کال نه راپدیخوا دا په سیمه کې تر ټولو قوي توپان او شدید باران دی چې رامنځته کیږي.
د چین د هوا پیژندنۍ ادارې د جیانګسو ایالت لپاره د لا قوي بړبړکیو او توپان خبرداری ورکړی دی .
د توپان او بړبړکیو له امله لسګونو کورونه ویجاړ شوي چې اوس هم یو زیات شمیر کسان د نړیدولو کورونو لاندې بند پاتې دي.
په سیمه کې د یو پلو نه د تخلیې چارې دوام لري د او بله پلوه خلکو ته لومړنۍ مرستې رسول کیږي. همداشان د ژغورنې چارې هم دوام لري.
د چین په سویل کې د موسمي بارانونو له امله چې د ۱۹۹۸ کال نه راپدیخوا څاری لیدل شوی ندی له امله ۱۸۰ میلیونه تنه اغیزمن شوي دي.