د ترومپ د وژنې پلان ناکام شو
په امریکا متحده ایالتونو کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریت پلوو د ګوند د نوماندانو نه د دونالد ترومپ د وژلو هڅه ناکامه شوه.
په امریکا متحده ایالتونو کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریت پلوو د ګوند د نوماندانو نه د دونالد ترومپ د وژلو هڅه ناکامه شوه.
په امریکا کې پولیسو یو تن چې د ترومپ د تبلیغاتي کمپاین په میټنګ کې د هغه د وژنې هڅه کوله ونیو.
د تیرې خالي په ورځ د امریکا متحده ایالتونو د لاس ویګاس ښار د ګنج جزیرې په سیمه کې د دونالد ترومپ د تبلیغاتي کمپاین په غونډه کې یو تن ۱۹ کلن ځوان چې د ترومپ د وژنې هڅه کوله د پولیسو لخوا ونیول شو.
نیول شوی ۱۹ کلن ځوان مایکل ستیفن سانډفورد نومیږي او د انګلستان وګړی دی.
نیول شوي شکمن په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي دي چې د یو نیم کال راهیسې په امریکا کې ژوند کوي او د ترومپ د وژنې پلان يي درلود.
هغه ویلي دي چې د ترومپ د وژنې په خاطر د نیوجرسي ښار نه کالیفورنیا ته او وروسته لاس ویګاس ته راغلی دی. پولیسو نوموړی پداسې حال کې ونیو چې د لاسلیک د اخیستو په بهانه ترومپ خوا ته نږدې شوی وو او د پولیس نه يي د وسلې د اخیستو هڅه کوله. هغه د نورو پولیسو لخوا ونیول شو. هغه ویلي دي غوښتل يي چې د پولیس په وسلې ترومپ ووژني.
شکمن پولیسو ته ویلي دي چې ددېنه مخکې په ژوند کې وسله نده کارولې او دلته د راتلو نه د مخه یی د وسلې د کارولو او ډزو کولو لنډ تعلیم اخیستی دی .
هغه ویلي دي که چیرې د پولیسو لخوا نیول شوی نوی او په لاس ویګاس کې د ترومپ د وژلو پلان ناکام شوی وای د هغه په راتلونکې غونډه کې چې د فونکس په ښار کې جوړیږي خامخا هغه واژه.