اسلامپالي او سيكولران بايد سره جوړ شي.

د تونس د النهضه د اسلامي غورځنګ مشر او د نړۍ په سطحه نامتو اسلامپاله سياسي څېره راشد الغنوشي يو بل د خپلو څرګندونو سره د اسلامي نړۍ په اجندا كې ځاى وموند.

513088
اسلامپالي او سيكولران بايد سره جوړ شي.

 

د تونس د النهضه د اسلامي غورځنګ مشر او د نړۍ په سطحه نامتو اسلامپاله سياسي څېره راشد الغنوشي يو بل د خپلو څرګندونو سره د اسلامي نړۍ په اجندا كې ځاى وموند.

غنوشي وايي چې ``دين بايد په ټولنه كې د نفاق سبب نشي. ددې پر ځاى بايد اتفاق رامنځته كړي. د اسلامپالو او سيكولرانو ترمېنځ بايد حقيقي جوړ جاړى وشي.``

غنوشي چې د النهضه د غورځنګ مشر او د نړۍ په سطحه نامتو اسلامپاله سياستوال دى وايي چې `` د اسلام له نامه نه په سو استفادې سره انسانان بايد ونه غولول شي.``

نوموړي چې د `مېډل ايسټ آى` تر نامه لاندې يوې انټرنيټي پاڼې سره مركه كړې ده، د اسلام او سيكولاريزم ترمېنځ د اړيكو په اړه يې څرګندون د ټولې نړۍ پاملرنه جلب كړې ده.

غنوشي په مصر، لېبيا او يمن په څېر هېوادونو كې د اخوان المسلمين د تشكيلاتو غړو ته په خطاب كې وويل چې `` ټول مسلمانان بايد د خپلو ارزښتونو پر وړاندې صادقه وي. ځكه چې كه چېرې د ديكتاتورانو پر وړاندې ملي يووالى او ملي مقاومت نه وي نو آزادۍ ته رسېدل ناممكن دي. د مسلمان او غير مسلمان او د اسلامپاله او سيكولر ترمېنځ بايد حقيقي جوړجاړى رامنځته شي. ديكتاتور رژيمونه د ګوندونو ترمېنځ د خپلمنځي اختلافاتو نه ګټه پورته كوي. دا جګړه به د ټولو په تاوان وي.``

د اسلامي متونونو ۹۰ سلنه يې تبصرې ته مساعده ده.

غنوشي د خپل ګوند د تېرې اونۍ د پرېكړې په اړه چې د اسلامي سياست پر ځاى يې د سيكولر سياست پرېكړه كړې وه وويل چې، ``موږ خپلو ارزښتونو ته نه ده شا كړې، بلكې دا زموږ د  غورځنګ د دوام په معنى ده. ددې سياسي پروژې په چوكاټ كې په هلې ځلې وكړو.

د پورتنۍ پرېكړې سره كولاى شو چې په اسلام كې د سپېڅلي او نا سپېڅلي شي ترمېنځ توپير په اسانه توګه وكړو. سياسي هر شى نه سپېڅلى دى او نه هم ثابت دى. بلكې متحرك او انساني دى. سياست د اجتهاد او انساني فكر د  منلو لپاره تل پرانيستې پروژه ده. په اسلام كې ډېر كم متنونه ثابت دي. د اسلامي متنونو ۹۰ سلنه تبصرې كولو ته مساعد دي. په ځانګړي توګه په سياسي ډګر كې اسلامي متنونه د تبصرې او بحث لپاره مساعد دي. موږ هم په همدې چوكاټ كې حركت كوو. زموږ دريځ د يو آزادي بښونكي دين په توګه د اسلام نه ملاتړ دى.

غنوني شي د مركې په يوه برخه كې په مساجدو كې د سياسي پروپاګند خطر ته اشاره وكړه او يې ويل چې خپل مساجد بايد د سياسي پروپاګند د مكانونو نه وباسو.



اړوند خبرونه