آيا د عمر متين مېرمن له برېده خبره وه؟
اسې اټكل كيږي چې د نوموموړي پخوانۍ مېرمن نور سلمان كېداى شي په فلورېډا كې د همجنسبازانو پر نايټ كلب باندې د عمر متين له بريده خبره وي.
د امريكا د استخباراتو فدرالي ادارې اېف بي آى د عمر متين مېرمنې په اړه په پراخه څېړنو پيل كړى دى. داسې اټكل كيږي چې د نوموموړي مېرمن نور سلمان كېداى شي په فلورېډا كې د همجنسبازانو پر نايټ كلب باندې د عمر متين له بريده خبره وي.
دا چې متين ولې پر نايټ كلب بريد كړى دى، په دې اړه هم پراخه پلټنې روانې دي.
ددې ادارې يو تن چارواكي د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي دي چې داسې شواهد په لاس كې لري چې د متين مېرمن نور سلمان له دې بريده خبره وي. سيمه ايزو خبري رسنيو دا هم ليكلي دي چې پر نايټ كلب باندې د بريد نه وړاندې د مرميو د اخيستلو په موخه نور سلمان هم عمر متين سره د وسلو پلورلو دوكان ته تللې وه. حتى د پېښې په شپه يې عمر متين د خپل موټر په واسطه نايټ كلب ته وړى وو.
د بله پلوه عمر متين پخوا هم په اورلانډو كې پر يو تفريحي پارك باندې د بريد د كولو په موخه كشفي ليدنې كړې وې. اوس اېف بي آى د عمر متين او مېرمن يې نور سلمان ترمېنځ د اړيكو د څرنګوالي په اړه پلټنې كوي. دوى همداراز كوښښ كوي چې هغې پوښتنې ته ځواب ومومي چې آيا د دواړه د كورني تاوتريخوالي له امله سره جلا شوي دي او كه نه؟
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.