په امريكا كې بل وسله وال بريد!

په داسې حال كې چې څلور ورځې وړاندې امريكا په خپل تاريخ كې د تر ټولو خونړي بريد شاهده وه تېر ماښام هم ددې هېواد د كليفرونيا په ايالت كې وسله وال بريد شوى دى.

511162
په امريكا كې بل وسله وال بريد!

 

په داسې حال كې چې څلور ورځې وړاندې امريكا په خپل تاريخ كې د تر ټولو خونړي بريد شاهده وه تېر ماښام هم ددې هېواد د كليفرونيا په ايالت كې وسله وال بريد شوى دى.

د لومړنيو معلوماتو له مخې دا بريد د كليفرونيا د ايالت د اوكلانډ په ښار كې ترسره شوى دى چې په كې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

پوليسو تر اوسه پورې د بريد د جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي خو يوه ۱۶ كلنه نجلۍ چې په بريد كې ټپي شوې ده، روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

دا چې دا بريد چا ترسره كړى او موخه يې څه وه، تر اوسه پورې لا معلومه نه ده.



اړوند خبرونه