داعش دا ځل په پاریس کې په پولیسو برید وکړ

د داعش ترهګرې ډلې  په امریکا کې  د خونړي  برید  نه  یواځې  یوه ورځ  وروسته  تیره شپه  د فرانسې د پلازمینې پاریس په شمال ختیځ کې  د پولیسو  یو تن کمیسار  او میرمن يي ورته  په قتل ورسول

510265
داعش دا ځل په پاریس کې په پولیسو برید وکړ

د داعش ترهګرې ډلې  په امریکا کې  د خونړي  برید  نه  یواځې  یوه ورځ  وروسته  تیره شپه  د فرانسې د پلازمینې پاریس په شمال ختیځ کې  د پولیسو  یو تن کمیسار  او میرمن يي ورته  په قتل ورسول. برید کوونکي  چې  د پولیسو د کمیسار د وژلو نه وروسته  د هغه ښځه او زوی  برمته کړي ول  ښځه يي هم  ووژله . همداشان  پولیسو  مخکې ددینه چې  برید کوونکی ماشوم هم ووژني  برید کوونکی  د خپو  وغورځو.

تیره شپه  د پاریس په شمال ختیځ کې  د مګناویلي د سیمې  په مربوطاتو کې  د پولیسو  کمیسار د خپل کور په مخکې  د چړو  په برید  ووژل شو. برید کوونکی  وروسته  د پولیس  کور ته ننوت  او د هغه  ښځه  او ماشوم يي  یرغمل ونیول. د پیښې  نه سمدلاسه وروسته  د فرانسې ځانګړي ځواکونه  سیمې ته  واستول شول او د پولیس  کور يي محاصره کړ. 

پولیسو  د برید کوونکي  سره  خبرې پیل کړې  . کله چې  خبرو نتیجه ورنکړه  او برید کوونکي  د پولیس  میرمن هم  ووژله  پولیسو  عملیات پيل کړل  او برید کوونکی  د خپو  وغورځو.

د فرانسې  د کورنیو چارو د وزارت ویاند  د عملیاتو نه وروسته  وویل چې  د وژل شوي  پولیس  وژل شوې میرمن هم  د کورنیو چارو د وزارت کارکوونکې وه.

د یادولو وړ ده چې  په پاریس کې  د تیر کال د نوامبر په میاشت کې  د ترسره شوي  خونړي  برید نه وروسته چې  ۱۳۰ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو  دا لومړنی  ترهګری برید دی چې ترسره کیږي. په فرانسه کې  د تیر کال د ترهګري برید نه وروسته  فوق العاده  حالت اعلان شوی دی . د بله پلوه  دا برید پداسې حال کې کیږي چې فرانسه  د ایرو ۲۰۱۶ د فوټبال  د اتلولیو د سیالیو کوربه توب کوي. د نړۍ د هر ګوټ نه  په لسګونو زره تنه د فوټبال مینه وال فرانسې ته راغلي دي.

د ویلو ده چې د برید مسولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست. 

 


پيوندونه: #فرانسه , #داعش , #برید

اړوند خبرونه