په قطر كې  هالنډۍ پېغلې د نيول كېدو ماجرا

يوه ۲۲ كلنه هالنډۍ پېغله وروسته له هغه ونيول شوه چې د پوليسو مركز ته ددې لپاره تللې وه چې د ترسره شوي جنسي تيري له امله قطري مقاماتو ته شكايت وكړي.

509683
په قطر كې  هالنډۍ پېغلې د نيول كېدو ماجرا

 

يوه ۲۲ كلنه هالنډۍ پېغله وروسته له هغه ونيول شوه چې د پوليسو مركز ته ددې لپاره تللې وه چې د ترسره شوي جنسي تيري له امله قطري مقاماتو ته شكايت وكړي.

دا پېغله په پلازمېنه دوحه كې د ``زنا`` په تور نيول شوې چې اوس هم په نظارت خانه كې شپې سبا كوي.

ددې پېغلې مدافع وكيل ويلي دي چې موكله يې د روان ميلادي كال د مارچ په مياشت كې پوليسو ته ددې لپاره مراجعه وكړه چې پرې جنسي تېرى شوى دى. پوليسو ددې پر ځاى چې د نوموړې شكايت وڅيړي، د زنا په تور يې ونيوله او څه باندې دوه مياشتې كيږي چې د دوحې په يوې نظارتخانه كې پرته ده.

ويل كيږي چې دې پېغلې چې ماريا نوميږي د خپل ملګري سره قطر ته د رخصتيو د تېرولو لپاره تللې. د مارچ په ۱۵ نېټه د هوټل په رستورانت كې، د دوى په وينا ` په څښاك كې يې دوا ورته ګډه كړې وه` چې وروسته بې هوښه شوه.

ماريا ته يواځې دا په ياد دي چې سهار د ښار په يو زوړ كور كې په داسې حال كې له خوبه راپاڅېدله چې جامې يې شلېدلې وې او جنسي تېرى پرې شوى وو.

موكله يې اوس ددې وېره لري چې په ننۍ قضايي جلسه كې د محكمې لخوا په زنا كولو تورنه نه شي. كه چېرې داسې وشي نو ماريا مجبوره ده چې زندان ته لاړه شي.

د هالنډ د بهرنيو چارو د وزارت يو وياند دا پېښه تاييد كړې او د نوموړې كورنۍ ته يې په دوحه كې د قونسلي خدماتو د وړاندې كولو خبره كړې ده.

د بله پلوه قطري مقاماتو ددې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.



اړوند خبرونه