په امریکا کې دوه جنګي الوتکې په هوا کې سره وجنګیدې
د امریکا متحده ایالتونو د جورجیا په ایالت کې دوه اف ۱۶ جنګي الوتکې په هوا کې سره وجنګیدې.
د امریکا متحده ایالتونو د جورجیا په ایالت کې دوه اف ۱۶ جنګي الوتکې په هوا کې سره وجنګیدې.
د امریکا د سویلي کارولینا د ملي هوايي ځواکونو لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې ۲ اف ۱۶ جنګي الوتکې چې د تل په څیر په شپه کې د نورمالو الوتنو پر مهال په هوا کې سره جنګیدلي دي. د الوتکو پیلوټانو ځانونه په پراشوټ کې ګوزار کړي دي.
پیښه د جورجیا ایالت په ختیځ کې رامنځته شوې ده . په څرګندونو کې راغلي دي چې د الوتکو پیلوټان چې د کافي تجربې خاوند دي د پیښې پر مهال يي ځانونه په پراشوټ کې ګوزار کړي دي. د پیلوټانو روغتیايي حالت په کامله توګه ښه دی.
د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ هم د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند دوه جنګي الوتکو سقوط کړی وو. تیره اوونۍ د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې اف ۱۶ او یوې اف ۱۸ ډوله اکروباتیک الوتکو د تعلیمي الوتنو پر مهال سقوط کړی وو.
په تیرو پیښو کې هم پیلوټانو ځانونه په پراشوټ کې ګوزار کړي وو.